Dec 10, 2013

د وردګو تنګي دره کې د لیوانو حکومت

خپله تبصره لیکی
د تنګي شنه دره چې ۱۵ کیلومتره اوږده پرته ده د کابل- کندهار سړک د کابل- ګردیز له سړک سره نښلوي او له کابل ښار څخه ۸۰ کیلومتره واټن لري. د روسانو په وړاندې جهاد په وقت کې د مجاهدینو د تګ راتګ لاره او د جهادي تنظیمونو پوخ د مبارزې مرکز و. د کابل، میدان ښار، غزني او نورو ولایاتو مجاهدینو به په ډاډه توګه پرې خپل کاروانونه تیرول. په جوماتو کې به مسافرو او مجاهدینو ته د شپې ځای او ډوډی په وړیا توګه ورکول کیده. لومړیو کالو کې د حرکت تنظیم ډیر غښتلی و، وروسته حزب اسلامي ورو، ورو خپل فعالیت پراخ کړ. د جهاد په لومړیو کالو کې مجاهدینو د جهادي فعالیتو په خوا کې په زړو کلاګانو، باغونو او شنو پټو کې د ښونځیو په جوړولو پیل وکړ. مجاهد به نیمه ورځ جهاد کولو او پاتې به یې د وطن بچیانو ته درس ورکولو. وروسته پکې د حزب اسلامي او سویډین کمیټې په مرسته پاخه تعمیرونه هم د ښونځیو لپاره جوړ شول. سره له دې چې حرکت تنظیم مخالفت کولو خو کله چې دوی ته اسلامي علومو د تدریس چاره سره له معاشه وسپارل شوه دوی هم له ښونځیو سره حساسیت ونه ښود. وروسته بیا ځینو عربي موسساتو له دغه ښونځیو سره مرسته پیل کړه. په تیرو څلورویشت کالو کې په سلګونو متعلمین له دغه ښونځیو فارغ او د لیسانس او ماسټری تر کچې یې پوهنتونو کې زدکړې وکړې. دا چې ددغه ښونځیو تعلیمي کچه لوړه وه نو د استاد رباني او طالبانو په وقت کې ډیر معلمین لوړو پوهنځیو ته بریالي شول. او اوس په دولتي او غیر دولتي دندو بوخت او ډالري معاشونه اخلي. د کرزي صاحب د حکومت له پیل څخه عربي موسسات د معارف وزیر یونس قانوني پوسیله د خدمت کولو څخه منعه شول. دولتي معاش لږ و او تکړه معلمین هم له ښونځیو لاړل. 

امنیتي حالت له د۲۰۰۷ م  کال راهیسي خراب شو، طالبانو را پيدا شول، د نجونو ښونځي بند او د هلکانو ښونځیو حالت نور هم خراب شو. وروسته امریکایانو هلته پوستې جوړې کړې چې د طالبانو فعالیت یې مقابل کې څو چنده شو. هغه خلکو چې وس درلود وکوچیدل نور پاتې شول. د ښونځي د متعلم سر او کار له ترانو، موبایل، مخابرې موټر سیکل، بمونو او جنګ سره شو. معلمین تهدید او مجبوره شول چې متعلم کامیاب کړي.  دوه کاله وړاندې امریکایانو بیرته ووتل او طالبانو یې ځای ونیو. د امریکایانو سره د جګړې د پیل راهیسې څو ډوله طالبان موجود دي. 
لومړی ډله: هغه طالبان چې په ځانګړې توګه د امریکایانو په وړاندې جګړه کوي او په غلو، شکونو، لار نیونه، تښتونه کې لاس نه لري. دغه ډول طالبان ډیر لنډ عمر لري ډیر زر د چاپو، ډرون، بمبارد او جنګ وقت کې وژل کیږي. 
دویمه ډله: چې پخوا سم طالب و خو اوس ټوپک سالار دی. 
دریمه ډله: چې له اوله ټوپک سالار و. 

دویمه او دریمه ډله طالبانو اکثریت هغه ځوانان دي چې نه یې لوست کړی، نه کسب لري نه له دینه خبر دي. که طالبتوب پریږدي بیا به کابل کې جیوالي کیږي یا به ایران او پاکستان کې روزانه کوي. دغه طالبانو له امریکایانو سره چندان کار نه لري یواځې د ملي اردو، ملي پولیسو او حکومتي مامورینو په وژلو مصروف دي. په خوا کې یې د خلکو موټر دروي، موټر ترې اخلي ، څښتن یې د پیسو مقابل کې خوشي کوي یا یې وژني. داسې هم شوي چې خوشي شوي کسانو د کوټې شورا په ام خوشي شوي وروسته بیا تښتونکي مجبوره شوي چې تښتول شوي اموال بیرته ور وسپاري. خو اوس چې دغه ټوپکیان پدې وپوهیدل چې که څوک حکومت یا موسسه کې نه وی کیدای شي د کوټې شورا یې مرسته وکړي نو ځکه یې په لومړي قدم کې وژني او وروسته یې مال، موټراو دارایې ترې اخلي. ځینو حالاتو کې یې د تښتونې  وروسته د پیسو تر لاسه کولو وروسته وژني. 

د عام اولس دوی ته زور نه رسیږي، امریکایان ورسره کار نه لري او طالب لوړ پوړي چارواکې ترې نه خبریږي یا غوږونه پرې کاڼه اچوي. ځینو یې اوس دویم ځل واده ته هم پیل کړی چې د واده مصارف د را ګرځول شویو موټرو له خرڅولو را پوره کوي. دوی د خیریه موسساتو کارو ته اجازه نه ورکوي که یې ورکړي نو باید د پروژې د قیمت دیرش فیصده دوی ته ورکړل شي. که ښونځی به یولک ډالر جوړیږي نو دیرش زره ډالره باید دوی ته ورکړل شي. کله چې خلک له موټره را ښکته کړي نو موبایل یې ترې واخلي او د کورنۍ غړو ته یې زنګ وروهي، ورته وایې زه د ملي امنیت غړی یم، ستا زوی مې دلته د طالب په شک درولی، تاسې څه کاره یاست او زوی مو څه کار کوي. د کورنۍ غړي که هیڅ دولت کې هم نه وي ځان ورته دولتي کس معرفي کوي چې کله د هغوی له خولې اقرار واخلي نو اختطاف شوي کس ته وایې دغه دي خپله کورنۍ دې درباندې شاهدي وایې دغه ډول خلک بیا نو ددوی په اند واجب القتل دي. د کوټې شورا په نزد هم ددوی مرګ مباح دی. 

د وردګو اوسیدونکې ددغه ټوپکیانو لومړی درجه قربانیان دي بیا هغه خلک چې د تنګي په لاره باندې لوګر یا کابل ته ځي ددوی ښکار ګرځي. 

د حل لاره یې څه ده؟
ددغه ټوپکیان شمیر تر شل یا دیرشو ډیر نه دی. طالبان، حکومت او امریکایان دری واړه یې چاره کولای شي که یې وکړي! 
طالبان:
دغه کسانو ته تاسې مخابره، موټرسیکل او اسلحه ورکړې، مشران مو یې کوټه کې درسره کینولي او دوی مو خپلو مخو ته خوشي کړي. که غواړی د اسلام، جهاد، طالب او پښتون نوم پرې بد کړی بیله خبره ده او که داسې نه وي نو چاره یې وکړی. له دوی سره ټړلي کسان چې متعلمین دي درس نه وایې د ټوپک په میل باندې ځانونه کامیابوي. دا چې اوس تنګي دره کې امریکایان نه شته هیله ده خپل ټول جنګي فعالیت هلته ودروی او په ځای د خلکو لپاره خدمت وکړی. د وردګو جغتو، شنیز، چک او جیلګه کې حالت تر دې هم خراب دی. 
حکومت : 
هر اونۍ په دې لاره باندې خلک له موټره ښکته کیږي ، وژل کیږي او موټر یې ترې اخیستل کیږي. که چیرې تاسې وغواړی نو د څو لنډه غرانو چاره سخته نه ده. 
اولس:
شل، دیرش کسه ټوپکیانو د ټولو وردګو رنګه بده کړې، تاسې خپله ترې تر پوزو راغلي یاست که ویره لری چې حکومت ته راتګ به مو په زیان تمام شي حد اقل خو ددوی لوړ پوړو چارواکو تر غوږو شکایت ورسوی. 

هغه هیواد وال چې په دې لاره ځي او راځي هیله ده نور په دې لاره مه ځی. همدا ټوپکیان د  خپل ژوند، خپلې کورنۍ، طالب، حکومت او امریکایې کیسه کې نه دي نو په تاسې به څه رحم وکړي. کاش چې پښتانه هم هزاره ګان شوي وی چې ښونځي یې فعال طالب، پنجاب او امریکایې کار نه ورسره درلودی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې