Dec 16, 2013

میدان وردګ یوشمیر ریاستونه وداني نه لري

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت یو شمیر ریاستونه ودانیو د نشتوالۍ له ستونزو سره مخامخ دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیانی وایی په دغه ولایت کې زیات
شمیر ادارۍ سره له دې،چې اړونده وزارتونو او ادارو سره یې وخت په وخت د
دوی له لورې اړېکې نیول شوي،خو تر دا مهال د دغه ادارو د ودانیو د
نشتوالۍ ستونزه نده هواره شوې .
نوموړی زیاته کړه، اوس مهال په دغه ولایت کې د نورو بېلابېلو ادارو
سربیره د کار او ټولنیزو چارو،کډوالو چارو،سرحداتو چارو،چاپیریال ساتنې
ریاستونو په ګډون ګڼ شمېر دولتي ادارۍ ودانۍ نلري، ده یو ځل بیا له
اړونده مرکزي ادارو څخه غوښتنه وکړه،چې په میدان وردګو ولایت کې خپلو
ادارو لپاره د ودانیو پر جوړولو کار وکړي .
د میدان وردګو د والي په وینا د زیات شمېر ادارو لپاره د ځمکې د نشتوالې
ستونزه هم هواره شوې او دوی ورته د قانوني مراحلو د ترسره کولو وروسته د
اړتیا په اندازه ځمکه هم ځانګړې کړې،ترڅو ورته اړونده وزارتونه او ادارې
په دغه ولایت کې خپلو ریاستونو او ادارو لپاره ودانۍ جوړي کړي .
د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس ښاغلي اسلام حسیني وایي
اوس مهال د دوی په ګډون یو شمیر نورې دولتي ادارې هم په کرایه دفترونو کې
خپلې چارې پرمخ وړي،چې په وینا یې هغه ډول چې پکارده،د یوې ادارې
سهولتونه په کې شتون نلري او دغه کار د دوی د ښه خدمتونو د ترسره کولو په
وړاندې ستونزې راولاړوي .
د کډوالو چارو رئیس ښاغلی محمدشفیق وایی سره له دې چې دوی د خپل ریاست د
دوانۍ جوړولو لپاره دوه جریبه ځمکه هم لري،خو بیا یې هم د اړونده وزارت
له لورې ورته د بودیجې د نشتوالې لامله د ودانۍ جوړولو له ځنډ سره مخ کړي
دي .
د یادونې وړده په میدان وردګو ولایت کې درې څلوېښت دولتي ادارې دا مهال
فعالیت کوي،چې تر شل زیاتې ادارۍ ودانۍ لري او پاتې د ودانیو د نشتوالۍ
له ستونزو سره مخامخ دي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې