Dec 5, 2013

ملي خاین مژده, جاسوس حسین یاسا او محکوم پښتون:ډاکتر ځلاند

خپله تبصره لیکی
له دوزره یو (۲۰۰۱) څخه را پدیخوا د چا په کور له اسمانه ټکه را ولویده او چاته د علي بابا په څیر د سرزرو ډکه خزانه په لاس ورغله.ffff
د ملي ارزښتونو انډول او ساتنه تر سوال لاندې راغله بس د چا چې څومره زور دی ، له هغه ور پورته د ګران افغانستان خوړین وجود  لوټلو او پلورلو ته یې مخه کړه. د طالب د واکمنۍ له ماتیدا سره یو ځای د پښتون د استحصال او ورکاوې ټولي نړیوالۍ، سیمیزې او کورنې دسیسې همغږي او یوځای شوي. ټولو ته یوه لویه بهانه د طالب، ترهګراو القاعده تر نامه یا ټاپې لاندې په لاس ورغله ، هر چا د خپل ګرز د وزن او ګذار په زور د پښتون سر وواهه. پښتانه په تیرې څه دپآسه یوه لسیزه که نه یواځې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول، بلکې په مختلفو لارو او طریقو بې عزته او ذلیل کړای شول، د بهرنیانو په بندیخانو کې یې د سرویښتیان، ږیره، وروځې وخریلي شوي، لوڅ لپړ شول، د نړۍ په ټولو رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې د بهرنیو او کورنیو ظالمانو لخوا یې په جسدونو بولې ( میتیازې ) وشوي، دا ټول یواځې او یواځې د طالب او د پاکستان د جاسوس په نامه. عارف سروري او امرالله صالح پري د ملي امنیت په شنه اسمان کې په رڼا ورځ ستوري وشمیرل.
خو ددې ټولو  دسیسو او  ناوړه کړنو کرغیړن مخ هغه وخت  تور شو چې هغه د مشهورې مقولي یا متل په تناسب چې د درواغجن حافظه کمزوري وي، د همدې نړیوالې دسیسې د طراحانو له یاده وتي وه چې د پاکستان جاسوس خو یواځې پښتون دی، خو په ناببره توګه یې د حسین یاسا نوم د پاکستان د جاسوس په توګه را برسیره کړ. په کال ۲۰۱۲، د جولای په ۲۴ حسین یاسا د کابل په زړه کې  (د کانیټینل هوټل څخه د را وتلو په وخت کې) په سکڼي ماښام د امنیتې کسانو لخوا ونیول شو، په حسین یاسا تور لیږیدلي و چې هغه د پاکستان جاسوس دی، او د پاکستان رسمي شناختې کارډ ( یا تذکره ) لري، په لومړې سر کې هر چا ته دا خبره هېښونکې ښکاریده ، چې حسین یاسا خو هزاره دی، پښتون خو نه دی چې د پاکستان جاسوس به وي، او بیا هغه خو د محقق مرستیا ل او احمد ضیا مسعود نژدي سیاسي ملګری دی، هغه څنګه د ای ایس اي جاسوس کیدای شي او د پاکستان شناختې کارډ به و لري؟
خو خبره هلته رسوا شوه چې کله محقق خپله د حسین یاسا د خلاصون په لټه کې شو، او دایې په زغرده وویل چې زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او د هغه په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي. د حسین یاسا په اړه د ملي امنیت یو کارکونکي داسي ویلي ( حسین یاسا به د ملي جبهې د هرې غوڼدې دمخه له پاکستان سفارتکارو سره لیدنه کوله او محرمانه اسناد به یې هغوی ته برابرول.) خو دا چې د محقق غوښتنه ده، د احمد ضیا مسعود زور دی حسین یاسا د شمال دلنډغرو په مټ له بنده خلاصیږي او نر غوندې په المان کې د همدې قضیې له مخې رسمي پناه اخلي، په افغانستان کې خپلو استخباراتې او سیاسي هلو ځلو ته ښه زور ورکوي، د افغانستان د ګڼو رسنیزو پروګرامونو ( اروزګان ویب پانې، د روزنامه افغانستان اخبار، اوټلوک اینګلسې ورځپاڼې او ګڼو نورو چاپې رسنیو مالک ګرځي) او د پاکستان په ګټه خپلو کړنو ته ادامه ورکوي . پوښتنه دا ده چې فکر وکړي یو پښتون ژورنالیست، روڼ اندی، او مخکښ کس دپاکستان سره د اړیکو یا خدای مه که په جاسوسي تورن شوی وای او یا هم د ملي امنیت لخوا نیول شوی وای، نو دهغه به څه حال و؟؟؟ په تیره یوه لسیزه کې پښتانه یواځې په پټکې( لونګې)، غټې ږیري، واسکټ او وریښمین دسمال په کابل او لویو ښارونو کې نیول شوي دا لا څه چې له طالب یا پاکستان سره تړاو لري. د حسین یاسا، محقق او دپاکستان د سفیر د لیدو کتنو تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.
د پښتون وژني او سپکاوي یو بل مقایسوي تصویرـ  تیره اونۍ د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ته غوښتل شوي و، تر څو د ملت استازو ته د امنیتې تړون په اړه خبرې او څرګندونې وکړي. سپنتا په ډیره ناچارۍ وویل چې د امنیتې تړون په کور دننه وروستې مخالفتونه د ګاونډیو هیوادونو په لمسون رامنځته کیږي، او کوم مخالفت چې دیو کانفرانس د جوړولو په ترڅ کې ترسره شوي و، هغه د طالب په غوښتنه او ملاتړ ترسره شوی، هغه جناب وویل چې ملي امنیت د یو ملي خاین غږ ثبت کړي چې د امنیتې تړون په اړه طالبانو ته راپور ورکوي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې دا کار ناشونی دی چې ترسره شي، او دا تړون د دوسې تړون بولي. د ولسې جرګې استازې یې دنوم د افشا غوښتنه کوي، خو سپنتا یې له ویرې د نوم د افشا څخه ډډه کوي. څه وخت د خلکو ترمنځ ګنګوسه وه چې ګوندې دا د تګاب اوسیدونکي حاجي فرید په اړه وینا شوي، خو یو تلویزون تیر مازیګر د وحید مژده او طالب ویاند ترمنځ خبرې افشا کړي او په دې توګه د ملي خیانت په تور د تورن کس نوم او څېره افشا شوه. پوښتنه – یوه شېبه فکر وکړي چې خدای مه که دا ملي خیانت کوم پښتون کړی، فرض کړه چې دا کار حاجي فرید کړی و، نو څه به پیښ شوي و؟؟
وحید مژده په تیرو څه دپاسه لسو کلنو کې د شورای نظار، جمعیت اسلامي او طالبانو تر منځ د روغې جوړې، پروپاګند او پښتون وژني د دسیسو په ترڅ کې داسې په سلګونو او زرګونو ځلې غږیدلي، له طالبانو سره د لیدو کتو دپاره قطر، امارات اسلامي، سعودي عرب، ایران، ترکمنستان، ا زبکستان او د نړۍ ګوټ ګوټ ته تللي، خو په تیرو لسو کلنو کې د هغه په وړاندې هیچا دا جرات ونکړ چې کم تر کمه دا پوښتنه ترې وکړي چې ته خو پښتون نه یې چې له طالب سره ښکته پورته کیږي، په کابل کې میشت يې، د حکومت او امریکا په رحم او کرم مزې کوي، نو بیا دا ملي خیانت د څه دپاره ؟
خبره ټوله بیرته د پښتون وژني او استحصال نړیوالې، سیمیزې او کورنې دسیسې ته را ګرځي، پښتون چې تر څو د خلقي، پرچمي، حزبي، طالب، پاکستاني په نومونو ویشل شوی وي، د شمال لنډغر او نړیوال دسیسه ګر به یې همداسې ذلیله او سپکوي. د باچا خان رح ناره یو ځل بیا په خوله راځي ـ یو کیږي، کنه ورکیږو. یا ربه توفیق

خپله تبصره لیکی

تبصرې