Dec 5, 2013

وردګو کې ځانمرګي برید څلور افسران وژلي

خپله تبصره لیکی
د کابل څنګلوري ولایت میدان وردګو کې موټر بم چاودنې لږترلږه څلور پولیس وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیف ځینو رسنیو ته ویلي، چاودنه کې د پولیسو قومندان عبدالغفور هم ټپي شوی دی.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چاودنه د دوشنبې په ورځ (قوس/ لیندي ۱۱) سهار شاوخوا شپږ بجې د نرخ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ مخې ته شوې ده.
چاودنه د مازدا ډوله موټر په مټ شوې، چې ویل کېږي، له چاودېدونکو توکو ډکه شوې وه.
له میدان وردګو ولایت خپره شوې ویناپاڼه وايي، چاودنه کې اوولس نور کسان ټپیان شوي.
د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
ټپیان د وردګو او کابل روغتونونو ته استول شوي.
چاودنې د نرخ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ودانۍ او ورڅېرمه نورې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي دا پېښه یو ناوړه عمل بللی دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په برید کې 'لسګونه' استخباراتي مامورین او پوځيان وژل شوي، خو دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.
میدان وردګ د پلازمېنې کابل لوېديځ کې ایله ۳۵ کیلومتره لیرې پروت ولایت دی، چې په وروستیو کې ډېر ناامنه شوی.
وړاندې د وردګو والي وېره ښوولې وه، که چېرې دغه ولایت نور هم ناامنه شي، د کابل پر ناامنیو به نېغ په نېغه ناوړه اغېز وکړي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې