Dec 5, 2013

د يوه سړک د جوړولو چاري پيل شوې

خپله تبصره لیکی
لودين-

 په میدان وردګو ولایت کې د شپاړس میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یو سړک د جوړولو چارې پیل شوې .
د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو او دویمه برخې بهسودو ولسوالیو ترمنځ د غځیدلې دېرش کیلو متره سړک د جوړولو چارې د فوائد عامې وزارت د شپاړس میلیونو افغانیو په مالي لګښت نن ( چهارشنبه) پیل شوې .
دغه سړک چې د جوړولو چارې د نبي خیل شرکت له لورې پرمخ وړل کیږي، د درې میاشتو په موده کې به یې د جغل اندازۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د دغه سړک د جوړولو د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د میدان وردګو والي  عبدالمجید خوږیاڼي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د یاد سړک د جوړولو پر مهال ترې په ښه توګه خپل نظارت وکړي .
همدا راز  یې د یاد شرکت مسؤل ته لارښوونه وکړه،چې د سړک دجوړولو پرمهال له پوره ایماندارۍ او صداقت څخه کار واخلي .


خپله تبصره لیکی

تبصرې