Dec 5, 2013

د دوو قوماندانانوپه شمول شپږطالبان وژل سويدي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ،جغتو او مرکز میدان ښار کې تېره شپه
 د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان د
 څلورو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوي او زیات شمیر مهمات او چاودیدونکې
 توکې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي،
د نرخ ولسوالۍ په سره قلعه سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې
 د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملا نعمت الله چې مشهور په ګلپی وو،د یو
 بل ملګري سره یو ځای ووژل شو،همدا راز امنیتي ځواکونو یوه حلقه د وسایطو
 ضد ماین پرته له کوم زیان اړونې لمنځه وړی دی.
په ورته وخت کې په جغتو ولسوالۍ کې د کورنیو ګډو ځواکونو له لورې د نصرت
 په نوم د پیل شویو عملیاتو  په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې کورنیو ګډو ځواکونو تېره شپه
 عملیات ترسره کړي،چې په زیات اندازه چاودېدونکې توکې او مهمات یې ترلاسه
 کړي،خو په تور یې څوک ندی نیول شوی .
په یادو ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان
 ندی اوښتی .
د یو بل خبر له مخې د نرخ ولسوالۍ په صد مرده سیمه کې د وسله والو
 طالبانو له لورې د یوه ښوونځي ملازم عبدالکریم په شهادت رسول شوی دی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې