Jan 12, 2014

د مدني ټولنو فعالينو د ميدان وردګو له والي سره وليدل

خپله تبصره لیکی
د میدان د مدني فعالینو د همغږۍ مرکز یو شمېر غړو نن ( سې شنبه ) مازیګر ناوخته د ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي سره د لیدنې تر څنګ نوموړی ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل .
د دغه مرکز غړو د خپلو خبرو پرمهال وویل: دوی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په مرکز کې خپل فعالیت شروع کړی دی او دغه مرکز چې د څلورو لویو ټولنو څخه جوړ سوی دی موخه او هدف یې فرهنګي او پوهنیز اړخ پیاوړی کول دی.
د دوی په وینا دوی تر دا مهاله زیات شمېر لویې او وړې غونډي او بېلابېل علمي سمینارونه ترسره کړي چې په سلګونو ځوانانو په کې برخه اخیستې او له دغه لارې یې ډیر مثبت پیغامونه هېوادوالو ته رسولي دي . 

دوی زیاته کړه جوړ سوی مرکز یې په بشبړ ډول خپلواکه دی او په هیچا پورې تړلی ندی او ټول فعالیتونه به د ولایت مقام سره په همغږۍ ترسره کوي .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د یاد مرکز غړو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: خوښ دی،چې د ځوانانو ترمنځ یوالی او اتفاق ګوري او په وینا یې هر ډول همکاري به د دغه همغږۍ مرکز له غړو سره وکړي .
نوموړی د دغه مرکز له غړو وغوښتل،چې د خپلو فعالیتونو برمهال همیشه هڅه وکړي چې مثبت سیاست مخکې یوسي او هغه څه چې د دې هېواد او په ځانګړي ډول د دغه ولایت په زیان تمامیږي باید په مخنیوي کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړئ .

خپله تبصره لیکی

تبصرې