Jan 12, 2014

المپیک او کرکټ بورډ دې د میدان وردګو ولایت لوبو ته پاملرنه وکړي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( سې شنبه) د دغه ولایت د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو سره په جوړه سوې غونډه کې وویل: د نورو برخو ترڅنګ په دغه ولایت کې د لوبو لړیو پرلپسې ترسره کول کولای سي د دغه ولایت څخه د سولې او امن پیغام خپور کړي.

ده زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د بايسکل ځغلونې سیالۍ چې د نژدۍ سل تنو ځوانانو ترمنځ د مرکز څخه تر نرخ او له نرخ ولسوالۍ څخه تر مرکز پورې ترسره سوې مرکزي ادارۍ او نړیوالو ته وښوده چې میدان وردګ اوس مهال د با امنه ولایتونو په څنګ دی.

د نوموړی په وینا د المپیک ملي کمیټه او کرکټ بورډ باید په دغه برخه کې د دغه ولایت له مسؤلینو سره همکاري وکړي او پخپلو برخو کې دې بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي ترڅو د دغه ولایت څخه د جګړې او نا امنیو پر ځای د سولې او امن پیغامونه خپاره او په دې سره د خلکو په ذهنونو کې هم مثبت تغیر رامنځته سي.

په ورته وخت کې په میدان وردګو ولایت کې د بدني روزنې امر عین الله وایي د المپیک ملي کمیټه د دغه ولایت د لوبو د نورو برخو سربېره د فوټبال لوبډلې سره د مور او میرې چلند کوي.

د ده په وینا د ټول هېواد فوټبال لوبډلې ته د دوی د ښې روزنې او نورو سهولتونو  د برابرولو په موخه په لومړیو کې تر یو زرو پنخه سوو امریکایي ډالرو او وروسته بیا دغه لړۍ لوړيږي خو د میدان وردګو ولایت فوټبال لوبډلې سره هیڅ ډول مرسته نه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سربیره په نورو بېلابېلو ملي لوبډلو کې د میدان وردګو ولایت لوبغاړي شتون لري.

خپله تبصره لیکی

تبصرې