Feb 22, 2014

د يوه پوهنتون د جوړېدو کار پيل سو

خپله تبصره لیکی
په میدان وردګو ولایت کې د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو
په ترڅ کې کېښودل شوه .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشتي ټوپ سیمه کې د دغه ولایت
لپاره د پوهنتون د بنسټ ډبره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې،چې د دغه ولایت د والي سربیره په کې د لوړو زدکړو وزارت استازو، په مشرانو او ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازو،ولایتي شورا غړو،مدني ټولنو استازو،زدکړیالانو ،قومي مشرانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو،د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د میدان وردګو ولایت د بوهنتون د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل د ټولو افغانستان او په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولایت اوسیدونکو لپاره یو تاریخ ګام وباله او ټولو افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو ته یې د دغه کار مبارکي ورکړه.
ده وویل: (( نن زما په ژوند کې تر ټولو تاریخ ورځ ده،چې زه به میدان وردګو ولایت کې د دغه ولایت د ولسونو د خدمتګار په حیث دغه ولایت ته د پوهنتون د جوړیدو د بنسټ ډبره ږدم ))
د میدان وردګو والي همدا راز د هېواد له جمهور رئیس، لوړو زدکړو وزارت،په ولسي او مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د دغه ولایت له استازو څخه مننه وکړه،چې د دغه پوهنتون د منظوروۍ په چارو کې له ولایت مقام سره یو ځای هلي ځلي کړي .
هغه وویل : یاد پوهنتون چې دوه زره جریبه ځمکه ورته ځانګړي شوې ده،د ولسمشر لارښوونه ده،چې باید د یوه کال په موده کې د ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او به راتلوونکې کال کې د زدکړیالانو د جذب کولو پروسه پیل کړي .
په ورته وخت کې د لوړو زدکړو وزارت سلاکار ښاغلي شیرباز ځدران د خپلو خبرو پرمهال د لوړو زدکړو دوزیر ښاغلي ډاکټر عبیدالله عبید د مبارکۍ پیغام د دغه ولایت مشرتابه او ټولو ولسونو ته وړاندې کړ .
د میدان وردګو ولایت د ولسونو په استازۍ به ولسي جرکه کې د دغه ولایت استازي شیر ولي وردګ د خپلو خبرو پرمهال په دغه ولایت کې د پوهنتون ډبره کېښودل،دغه ولایت د رڼا راوړلو په مانا وبلل او له ټولو هغه کسانو څخه چې په دغه برخه کې هلي ځلي کړي،د ولسونو په استازۍي مننه وکړه.

خپله تبصره لیکی

تبصرې