Feb 21, 2014

دمیدان وردګ په ولایت کې دپوهنې بهیر ته لنډه کتنه

خپله تبصره لیکی
د ميدان وردګ ولايت چې د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه شمېرل کېږي په خپل ټول تاريخ کې يو علمي ولايت دی چې د علم په دواړو (ديني او عصري) ډګرونوکې يې ښه نامتو او مشهور علماء او استادان درلودلې دي.
د دغه ولايت وګړي که څه هم په عمومي توګه ډير غريب او بې وزله دي ځکه چې کرهڼيزې ځمکې او باغداري يې د نفوس په پرتله ډيرې کمې دي او له دې کبله چې سرحدي ولايت نه دی تجارتي آسانتياوې او دخارجي راکړې ورکړې امکانات هم نلري او نور د معيشت اسباب يې هم ډير محدود دي تل د شاقّه او ستونزمنو کارونو له لارې خپلې د ژوند چارې پر مخ بيايي خو د دې ټولو مشکلاتو سره سره د علم، پوهې، تعليم او تربيې مينه وال دي چې د خپل ژوند په ډيرو سختو شرائطو کې يې هم د تعليم لاره نه ده پريښې اوزيار باسي تر څو خپل اولادونه تعليمي ادارو ته سوق کړي پلارونه يې که څه هم د اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي خو اولادونو ته يې د تعليم او زده کړې فرصت برابر کړی وي تر څو په فارغ زړه خپله زده کړه وکړي .          
له بلې خوا د ملک سياسي تحولات، د پرديو يرغلونه،او امنيتي ستونزې او مشکلات هم هغه څه دي چې په عمومي توګه يې د ملک ټول مادي او معنوي بنسټونه و نړول او په ځانګړي ډول يې د تعليم او تربيې بهير يا په ټپه ودراوه او يا يې د منحرف کېدلو کوښښونه وشول خو د ميدان وردګ په ولايت کې الحمدلله د ويښو او با احساسه علماء کرامو او مجاهدينو په مرسته او ابتکار ددې طوفان مخه تر ډيره حده ونيول شوه او دغوايي د کودتا او د روسانو د يرغل څخه وروسته يوازې دری کاله د تعليم او د تعلّم بهير په ټپه ودريد ځکه چې د جهاد په ابتداءکي سخت مشکلات وو   وروسته په ۱۳۶۱ه ش کې دغه بهير په ډيرو ستونزمنو حالاتو کې په مخفي مرکزونو او دونو ترسيورو لاندې د درسونو، کليوالي مدرسو په بڼه شرو ع شو او د جهاد په کلونو کې په تدريجي ډول دغه بهير مدرسو، دينی ليليه مدرسو، دارالحفاظونو او ښونځيو (ابتدايه، متوسطه او ليسو) په سطح پر مخ ولاړ چې په دې کې دديني علماوو او مجاهدو مسلکی استادانو ونډه ډيره مهمه وه وروسته اګر چې تنظيمي جنګونه رامنځ ته شول خو تعليمي بهير خپل سير ته دوام ورکړ او له دغو بدبختيو څخه يې ځان ګوښه وساته.
تر دې چې اسلامی امارت په ملک کی حاکم شو اسلامی امارت چی پخپله يو علمی حرکت وو نو يی دتعليم او تعلم لپاره يوه دامن فضا رامنځ ته کړه ،شرائط يی برابر کړل، درسی مواد او امکانات يی د خپل وس په اندازه مهيا کړل ، په تعليمی ادارو کې نظم او دسپلين رامنځ ته شو د ښوونی او روزنی وزارت په چوکاټ کې ټول ديني او عصري تعليمات او پروګرامونه د اسلام د اصولو په رڼا کې منظم او توحيد شول نو د ميدان وردګ ولايت د تعليم او تعلم مينه والو اومسئولينو له دغه فرصت څخه ډيره ګټه پورته کړه نوې مدرسې او دارالحفاظونه جوړ او منظم شول ، ښوونځي فعال شول، زرګونو شاګردانو ته د زده کړې شرائط برابر شول او ورځ په ورځ دغه لړۍ د ارتقاء په لور روانه وه.
تر دې چې يو بل طوفان د غرب له خوا په ملک باندې را والوت او زمونږ اسلامي ملک دا ځل د غربي يرغلګرو په لاس اشغال شو خو دا ځل د اسلام هغه شعوري دښمنان (يهود او نصاریٰ) په ملک مسلط شول چې زړه يې غوښتل تر څو زمونږ د ملک او مسلمان ملت د ښوونې او روزنې ټول مادي او معنوي بنسټونه ونړوي او دغه د ملت بچيان او نوي ځوانان په تکتيکي ډول د ډيرو مزخرفو او غولوونکو تبليغاتو له لارې په عقيدوي او اخلاقي انحراف کې راګير کړي دوی ظاهراً په تبليغاتو کې د تعليم مسئلې ته د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړ چې ګويا موږ وران ښوونځي ودانوو، تعليم عاموو ...او نورې اوتې بوتې ) خو په حقيقت کې دوی څه وکړل مونږ به يې د ميدان وردګ په ولايت کې هسې د نمونې په ډول د دوی د سوغات يادونه وکړو چې د دی ولايت مظلومو او علم پالونکو خلکو ته يی ورپه برخه کړ :  
۱: په لس ګونه دينی ليليه مدرسې او ورسره دارالحفاظونه چې د ديني علومو او د قرآنکريم د حفظ لړۍ پکې جاري وه او په زرګونو طالبانو او شاګردانو پکې زده کړه کوله دغه ټولې په لومړي قدم کې د سقوط سره مخامخ شوې ځکه چې دغه ديني مدرسې او د حفظ مرکزونه خو د دوی د يرغل لومړنی هدف وو نو يې سم د لاسه په ځينو مدرسو کې چې دوی وړبللې دمسلمانانو د ځپلو لپاره د جنګ قرار ګاوې جوړې کړې ،ځينې نورې يې چور او چپاول کړې .يو شمير يې بمبارد کړې، ځېنې يې په ماينونو والوزولې او نورې يې د فعاليت او زده کړې له جريان څخه بندې شوې دا يې لومړی خدمت وو چې د وردګو او ميدان ولايت وګړی په ديني برخه کې ورڅخه برخمن شول .
۲: مسجدونه چې سربيره پر دې چې ديني مقدس او سپيڅلی د عبادت ځايونه دي زموږ د ملک د کليوالي ماشومانو لپاره د علم او زده کړې لومړنۍ مدرسې او مرکزونه هم دي دا هم د دوی له وحشت څخه په امن پاتې نه شول بلکې هغه يې هم تر تهديد لاندې ونيول يو شمېر يې بمبارد او تخريب کړل د نمونې په ډول يې يو څو مثالونه په لاندې توګه ذکر کولای شو:
١: د ميدان د مرکز د شهيدانو د بازار جامع مسجد۹نه کاله کېږي چې امنيتي پوسته پکې جوړه ده په بامونو يې دفاعي سنګرونه جوړ شوي دي د عبادت څخه بند دی.
٢:د کوته عشر و مسجد څو ځله بمبارد او په توپونو و ويشتل شو چې زياته برخه يې ورانه شوې ده .    
٣: د تيبی دکلي مسجد له ۱۳۸۷کال څخه را په دې خوا په اصطلاح د ملي اردو قرارګاه پکې جوړه ده.
٤: د ملا سعيدالله دکلي مسجد دروازه دامريکايانو له خوا په بمونو والوزول شوه ملا امام يې چې سپين ږيری عالم وو دوه مياشتې بندي شو چې بيا د خلکو په هلو ځلو راخلاص شو .
۵: نرخ ولسوالی د الوخيلو مسجد د امريکايانو له خوا بمبارد شو مکمل وران شو او شپږ کسه مسلمانان پکې شهيدان شول
۶: د شمکانو مسجد دامريکايانو له خوا بمبارد او مکمل وران شو
۷: د اعتبارخيلو مسجد هم د روژې مبارکې په مياشت کې دامريکايانو له خوا په توپونو وويشتل شو او ډيره برخه يې ورانه شوه
۸: د سيداباد ولسوالي د کاريز، بهادرخيلو، چهاردهی، او مرو مسجدونه هم تخريب شول .
دغه څو موارد د نمونې په ډو ل ذکر شول او په دی ډول مظالم او وحشتناکه کړنې ډيرې دی چې د ټولو ذکر کول زمونږ په دغه ځای کې مطلوب نه دي خو د ميدان وردګ ولايت مسلمانانو ته په ښه ډول څرګندې دي .
۳:د عصري علومو ښوونځي چې دوی يې په تبليغاتو او مطبوعاتو حتیٰ پخپلو پاليسيو کې د خدمت او پرمختګ ټټر وهلی وو تر څو دنړۍ والو او د ولس د ځينو ځوانانو ذهنيتونه ځان ته راواړوی خو د ميدان وردګ په ولايت کې يې په هغو هم صرفه ونکړه او خپله وحشي څيره يې په دغه ډګر کې هم ښکاره کړه موږ يې د نمونې په ډول ځينې موارد ذکر کوو :
۱: د چک د ولسوالۍ د عمرفاروق د لېسې شاګردان د قرآنکريم د توهين پر ضد د مظاهرې په مهال تر بريد لاندې راغلل ۱۲معصوم شاګردان ټپيان او يو په شهادت ورسيد .
۲: د چک ولسوالۍ همدغه پورتنۍ ليسه دوه ځله وسوزول شوه غوښتل يې چې پړه يې پر طالبانو ور واچوي خو دغه عمل يې افشاء شو.
۳: ددغی ولسوالۍ د (شهدأ او پران ) لېسه يې د ځان لپاره سپر ګرځولې او دهغې په څنګ کې يې نظامي پوستې جوړې کړي چې زياتره وخت تعطيل چې حتیٰ د سقوط په حالت کې ده خلکو ډيرې چيغي وکړې خو څوک غوږ نه پرې ګروي .
۴: د دغې ولسوالۍ د انبوخاک لېسه درې واره د دوی هدف وګرځيده او ډيره برخه يې تخريب شوه .
۵: د دغې ولسوالۍ د شيخ ياسين د متوسطې استاد عبدالباري د وحشی عسکرو له خوا په لاره کې ونيول شو او وروسته په ډيره بی رحمۍ سره شهيد کړای شو .
۶: د دغې ولسوالۍ د سياب د غازي ګل احمد خان په لېسه چاپه ووهل شوه ملازم يې تهديد او زوی يې بندي کړ.
۷: د جغتو ولسوالۍ د کلانده لېسه تر بريد لاندې راغله چې يو نفر پکې شهيد او دوه زخميان شوه.
۸: د دغې ولسوالۍ د غازي محمدجان خان لېسه بمبارد شوه .
۹: د دغې ولسوالۍ د موله ابتدائيه ښوونځی تر بريد لاندې راغی.
۱۰: د دغې ولسوالۍ د ګوربت د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ليسه و ويشتل شوه .
۱۱: د نرخ ولسوالي د شهاب الدين ليسه و سوزول شوه .
۱۲: د سيداباد ولسوالي د بادام د کلي ښونځى بند کړل شو.
۱۳: د سيداباد ولسوالي د حکيم خيلود ښونځي شاګردان يې په هاوانونو شهيدان کړل.
او همدارنګه د ښونځيو يو شمير استادان يې هم په شهادت ورسول لکه :
د چک ولسوالۍ د شيخ ياسين د ښونځي استاد عبدالباری او دميدان دمرکز د رستم خيلو د ليسې د ښونځي استاد معلم ګلاب او...)
خوالحمدلله کله چی ددغو ددين ،علم ،او وطن ددښمنانو په مقابل کی سپيڅلی جهاد شروع شو او ددغه ولايت زياتره سيمی ددی وحشيانو له ناپاکه منګولو څخه پاکې شوي او داسلامی امارت په لاس فتحه شوی نو د اسلامی امارت د تعليم او تربيې کميسيون د دغو مفتوحه سيمو د مسلمانو وګړو لپاره د وخت او شرائطو سره سم د تعليمي آسانتياوو لپاره قدم پورته کړ او په دې اړه يې د خپلو تعليمي پاليسيو په رڼا کې مناسب او ضروري اقدامات ترسره کړل
او د ټولو تعليمي امورو د تعقيب او مراقبت لپاره د ولايت په سطح يو مسئول، ولايتي مرستيال او دهرې ولسوالۍ لپاره يو تعليمي مدير ټاکل شوی چې لاندې وظائف په منظم ډول تر سره کوي :
۱:عموماً چې د تعليم او تعلم لپاره يوه د امن او اطمنان فضا رامنځ ته شوه نو ټولې تعليمي ادارې يې تشويق کړي تر څو داسلامي اصولو په رڼا کې خپل تعليمي پروګرامونه طرح او په کار واچوي .
۲: د لومړنيو زده کړو لپاره زمونږ د پخواني دود سره سم ابتدائيه کليوالي مدرسې د کليو د امامانو او علم دوسته مسلمانانو په مرسته فعالې شوي چې په کليو کې ماشومانو ته د ليک او لوست څخه نيولي د فقه ضروري احکام، عقيدې، سيرت، ژبې او رياضي په شمول لازم مضامين او کتابونه ويل کېږي تر څودغه ماشومان له ليک او لوست سربيره دخپل دين، عقيدې او اسلامي اخلاقو سره بلد او آشنا شي چې دا يو شرعي امر او مسئوليت هم دی چې اوس مهال په دې چوکاټ کې مونږ په دغه ولايت کې (۱۰۴) بابه کليوالي مدرسې چې پکې (۴۸۵۲) شاګردان د (۱۵۶) استاذانو لخوا ورته تعليم کېږي موجودې دي .
۳: د ديني متوسطو او لوړو زده کړو لپاره هم د پخواني دود سره سم مدرسين او با استعداده علماء او استادان په خپلو کليواو امامتونو کې د منطقې طالبانو ته تدريس کوي چې د اعاشې او اباتې تکليف او مصرف يې د ولس د مسلمانو خلکو په غاړه وي چې په مجموع کې (۵۲۵۷) شاګردان د (۱۹۶) استادانو لخوا په زدکړه بوخت دی او د دغې لړۍ د ښه کيفيت لپاره ځېنې درسي اصول او مقررات وضع شوې دي تر څو د تعليم دغه بهير په ښه ډول او ښه کيفيت سره پر مخ ولاړشي لکه د هغوی د امتحانونو سلسله او ځېنې نور تعليمي او اخلاقي مقررات او هم د دغو ديني زده کړو د ښه کيفيت پخاطر د ټولو ديني مدارسو لپاره يو واحد تعليمي نصاب چې د ملک د جيدو علماوو لخوا له ابتدايې او متوسطې څخه نيولې او بيا تر يولسمې درجې پورې ترتيب شوې دي چې په تدريجي ډول د عملي کېدلو په حال کې دی.
۴: د دغه ديني درسونو په څنګ کې يو شمير د حفظ مرکزونه هم فعال شوې دي چې د ښو جيدو حفاظو او قاريانو لخوا ورته تعليم کېږي او د حفظ په څنګ کې ورته کافي ديني معلومات هم ور ښودل کېږي چې په دې لړ کې هم تر دې مهاله د (۲۲۲۷) په شا وخوا کې حافظان په حفظ اخته دي .
۵:دعصري زده کړو لپاره دپخوا په پرتله اوس شرائط برابر دي ښوونځي د ابتدايه څخه نيولې تر ليسو او مسلکي زده کړو تر ښوونځيو پوری فعال دي او د منطقې د مسلمانو مجاهدو او مسلکي استادانو لخوا ورته تعليم کيږي چې د سږ تعليمي کال راپور دا دی چې په ټولو مفتوحه سيموکې (۲۱۷) ښوونځي چې پکې (۱۰۰۰۷۰)شاګردانو ته (د۲۸۲۸) استادانو لخوا تعليم کېږي موجود دي. البته ددغو ښوونځيو د نظم او مراقبت لپاره يوه ځانګړې لائحه ترتيب شوې چې د هغو په رڼا کې يې نظارت کيږي چې ځينې مهمې نکتې يې دا دي:
۱:هر وخت يې د نصاب څارنه کېږي تر څو داسې مضامين چې عقيدوي او اخلاقي انحراف منځ ته راوړي په کې داخل نشي يا هم غير مفيد او عبث تفريحي مضامين چې د شاګردانو په اخلاقو منفي اثر غورزوی او له بلې خوا وخت ضائع کوی پکې تدريس نشي.
۲: ديني مضامين چې زمونږ داسلامي ټولنې بنيادي ضرورت دی کافي وخت ورته ورکو ل کېږي او د هغو د تدريس لپاره پوه او مستعد علماء ضروري بلل کېږي .
۳: د قرآنکريم په مضمون کې د قراءة او تجويد پوره اهتمام کېږي چې د مسلکي قاري لخواورته تعليم کېږي .
۴: تنظيمي او ګوندي فعاليتونه بند او ممنوع دي هيڅوک نشي کولای له تعليمي بهير څخه د يو ګوند په ګټه استفاده وکړي .
۵: وخت په وخت تعليمي سيمينارونه د مديرانو او استادانو په کچه جوړېږي چې په هغو کې د تعليمي نظام سربيره د عقيدې، اخلاقو او نورو ضروري موضوعاتو په اړه بحث کېږي .او نور دې ته ورته په ټولو درسي، اداري او هم د استادانو او شاګردانو او نور پرسونل په ديني او اخلاقي اړخونو پوره څارنه او مراقبت کېږي.
خلاصه دا چې: د ميدان وردګ په ولايت کې اوس د تعليم او تربيې بهير دتعليمي او جهادي مسئولينو، د منطقې د علماء کرامو، مخورو سپين ږيرو او عامه مسلمانانو په مرسته ښه روان دي په تعليمي چوکاټ کې اوس يوازنی مشکل او ستونزه زمونږ د خارجي يرغلګرو او ګوډاګي رژيم چاپي او امنيتي مشکلات دي چې تعليمي ادارو ته يې جوړوي چې د هغې له امله يوه تعليمي اداره يا تخريب يا بنده او تعطيل شي الله جل جلاله دې دغه د دين ، وطن او علم دښمنان په خپل لايزال قدرت سره محو او نابود کړي او زموږ دغه د جهاد او قربانيو هدف چې په دې ملک کې د يوه اسلامي نظام حاکميت او د دغه ملک مسلمانان د علم په رڼا منور کول دې تر لاسه شي
(د دی او د جهاد د ټولو ارمانونو د پوره کيدلو په هيله)
(د ا.ا.ا د تعليم او تربيې عالي کميسيون)

خپله تبصره لیکی

تبصرې