Mar 17, 2014

د طبعي پېښو د رامنځ ته کېدو له پاره چمتوالۍ لرو

خپله تبصره لیکی
په میدان وردګو ولایت کې د طبعي پېښو د رامنځته کېدو پرمهال د بیړنیو مرستو بشپړ چمتوالی نیول شوی .
د میدان وردګو ولایت طبعي پېښو ته د بیړنو مرستو د چمتوالې کمیټې،چې نن یکشنبه یې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي په مشرۍ په ولایت مقام کې غونډه جوړه کړې وه،ډاډ څرګند کړ،چې په دغه ولایت کې هر ډول طبعي پېښو د رامنځته کېدو پرمهال د مرستو پوره چمتوالی لري.
د دغه کمیټې د مرستندویه ادارو غړو وویل: که په دغه ولایت کې کومه طبعي پېښه رامنځته شي،نو د wfp درې زره شپږ سوه کورنیو ته خوراکي توکې له ځآن سره لري،همدا راز څلور زره دوه سوه کیټونه،چې په کې بېلابېل ژمني توکي دي،د IOM اداره مرسته کولای شي.
په ورته وخت کې د OCHA مرستندویه ادارې هم د شپږ زره روغتیایي کیټونو د مرستې دچمتوالې خبر ورکړ،همدا راز یې زیاته کړه،که په میدان وردګو ولایت کې کومه طبعي پېښه رامنځته شي،نو دوی لس میلیونه امریکایي ډالر له ځان سره لري،ترڅو له زیانمنو کورونیو سره بېلابېل ډول مرسته ترسره کړي.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس هم د خپلو خبرو پرمهال د ټولټاکنو،پسرلنۍ میلو او د طبعي پېښو د رامنځته کېدو پرمهال د دغه ولایت د مرکز په ګډون ټولو اولسوالیو ته بشپړ چمتوالی لري.
د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست بیا د طبعي پېښو پرمهال د زیانمنو شویو شپږویشت پروژو له بشپړېدو خبر ورکړ او زیاته کړه د زیانمنو شویو سیمو شپاړس پروژې اوس هم ترکار لاندي او لس نور یې اړونده وزارت ته وړاندیز کړي دي

خپله تبصره لیکی

تبصرې