Mar 17, 2014

رحيم وردګ له خپلې کانديداتورۍ تېر شو

خپله تبصره لیکی

رحيم وردګ


لودين
د ولسمشرۍ کانديد عبدالرحيم وردګ  د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې له خپلې کانديداتورۍ څخه منصرف شو.
 نوموړي، چې نن په کابل کې په يوې خبري ناستې کې خبرې کولې، وويل: " ما خپل هېواد او خلکو ته له صادقانه خدمت پرته بل کوم فکر نه درلود، نه يې لرم او هيڅکله هم واک او څوکۍ ته رسېدل راته مهم نه و."
 وردګ زياته کړه، نو له همدې امله له کوم ټاکنيز ټيم سره له يو ځاى کېدو پرته، د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه تېريږي.
 د  نوموړي په وينا، له پيل راهيسې يې کمپاينونه کمرنګ  وو او په دې برخه کې له خپلو مرستيالانو او ټيم څخه مننه کوي، چې تر اوسه يې دده ملاتړ کړى او له ده سره وو.
 رحيم وردګ له کانديداتورۍ څخه د تېرېدو لامل په ډاګه نه کړ، خو غوښتنه يې وکړه، چې ټاکنې بايد رڼې ترسره شي.
عبدالرحيم وردګ په داسې حال کې له خپلې کانديداتورۍ پر شا شو، چې له دې وړاندې د ولسمشرۍ بل کانديد قيوم کرزى هم د زلمي رسول په ګټه تېر شوى و.
 ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦ مه تر سره شي او د دوى ټاکنيزې مبارزې به د ټاکنو د تر سره کېدو له نېټې ( ١٣٩٣ کال د وري ١٦ مه) دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.


خپله تبصره لیکی

تبصرې