Apr 3, 2014

په ميدان وردګو به د رايې ورکولو بهير په امنيت کې ترسره شي“

خپله تبصره لیکی

ميدانښار ( پژواک ١٣ وري ۹۳) : د ميدان وردګو والي وايي ، چې په دغه ولايت کې به د رايې ورکولو بهير په بشپړ امنيت کې ترسره شي.
والي عبدالمجيد خوږياڼي د وري په ١٣مه، د دغه ولايت له امنيتي ارګانونو سره د رايې ورکولو بهير د امنيت ساتلو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ډاډ څرګند کړ،چې دغه بهير به په بشپړ امنيت سره په دغه ولايت کې ترسره شي .
نوموړي همدا راز وويل، چې په دغه ولايت کې ټول امنيتي ارګانونه د همغږۍ قوماندانۍ له خوا د جوړ شوي پلان مطابق به په مرکز ميدانښار او ولسواليو کې د رايې ورکولو د محلونو امنيت ساتي .
والي د ميدان وردګو له ولسونو يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې د رايې ورکولو په بهير کې دې پرته له کومې وېرې ونډه واخلي او د راتلوونکې په ټاکلو کې دې،د خپلې رايې په ورکولو سره خپل مسووليت ادا کړي .
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان سمونوال فهيم قايم بيا وايي ، چې که د رايې ورکولو په ورځ د دغه ولايت په کومه سيمه کې امنيتي يا بله پېښه رامنځته شي، نو دوی  بشپړ چمتوالی لري .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د پوليسو ځانګړې قطعه يې په بشپړ تجهيزاتو سمبال کړې،امبولانسونه،اطفايې او د ترافيکو پوليس يې چمتو کړي، ترڅو د پېښې پرمهال د پېښې ځای ته ځان ورسوي .
فهيم د دغې قوماندانۍ هغو پوليسو ته،چې د رايې ورکولو مرکزونو امنيت ساتي،د مخابراتي شرکتونو کريډيټ کارتونه هم ورکړي،ترڅو د مخابرې ترڅنګ له دوی سره وخت په وخت اړېکې ونيسي .
بلخوا د ميدان وردګو د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون مشر انجنير نورالله وايي، چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته يې د رايې ورکولو بشپړ مواد استولي او د وری په پنځلسمه به له ولسواليو څخه د رايې ورکولو محلونو ته ولېږدول شي .
هغه همدا راز پژواک سره په خبرو کې وويل، چې  په مرکز او ولسواليو کې د دوولس زره مېرمنو په ګډون شاوخوا دوه څلوېښت زره تنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي دي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې