Mar 25, 2014

وردګو ولايت دوهمي درجې ته ارتقاع وکړه

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي،په ولسي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د استازو په غوښتنه،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئیس په منظورۍ د میدان وردګو ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقا وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ادارو د مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې،چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،د میدان وردګو ولایت د ټولو ادارو مسؤلینو،ولسي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو او ټولو ولسونو ته مبارکي ورکړه.
نوموړی زیاته کړه،د میدان وردګو ولایت،چې تر دې وړاندې دریمه درجه وو،دوی په ملي شورا کې د دغه ولایت د استازو سره په ګډه، د دویمې درجې غوښتونکي وو،چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز سره د جمهور رئیس له لورې میدان وردګ د دریمه درجې پر ځای دویمه درجه ولایت په توګه منظور شو.
د میدان وردګو والي د هېواد له جمهور رئیس څخه مننه وکړه،چې دغه ولایت یې
د اړتیاوو له مخې د دویمه درجه ولایت په توګه منظور کړ.
ده همدا راز په یاده برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشرتابه او په ملي شورا کې د دغه ولایت له استازو څخه هم له دې امله مننه وکړه،چې د ولایت په ارتقا کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز د ولایت دویمه درجه کیدل،یو مثبت ګام وباله او په وینا یې له دغه کار سره په د میدان وردګو ولایت په امنیتي او پرمختیایي برخه کې هم مثبت بدلون رامنځته شي .
میدان وردګ،چې (۱۰۳۴۸،۳۲) کیلومتره مربع مساحت لري،د مرکز میدان ښار سربیره په اته ولسوالیو کې د نفوسو د ثبت د مرکزې ادارې د تېرکال د اټکل له مخې په کې
(۵۷۷۱۰۰) اوسیدونکي اوسیږي

خپله تبصره لیکی

تبصرې