May 2, 2014

په میدان وردګو ولایت کې د دویم پړوا ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د امنیت

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت والي،امنیتي منسوبینو،د ټولټاکنو خپلواک کمیسون رئیس
 په هغه جوړه شوې غونډه کې،چې د ایتلافي ځواکونو د لوی قوماندان ملکي
 همکارې کرن ډیکر هم په کې ګډون کړی وو،ژمنه وکړه،چې د دویم پړوا ټاکنو د
 ترسره کېدو پرمهال به د رایې ورکوونکو امنیت خوندي ساتي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل؛ د لومړی پړوا ټاکنو په
 ترسره کیدو سره دوی په امنیتي برخه کې خپلو نیمګړتیاو ته هم زیر شوي او د
 هغه نیمګړتیاوو په لمنځه وړلو سره به د دویم پړوا ټاکنو د ترسره کېدو
 پرمهال به په دغه ولایت کې امنیت د لومړی پړوا څخه ډېر ښه او خوندي
 وساتي.
نوموړی زیاته کړه،کورنیو ځواکونو د امنیت په ساتلو کې ولسونه هم پر ځان
 باوري کړي او ښايي د دغه باور له امله د لومړی پړوا څخه خلک په ټاکنو کې
 ډېره برخه هم واخلي .
هغه وایي د هېواد ولسمشر،د ټاکنو خپلواک کمیسون،چارواکي،امنیتي منسوبین
 او ولسونه غواړي،چې د لومړی ځل لپاره د ټاکنو له لارې دواک انتقال پروسه
 بریالۍ او افغانستان له یو نوی تاریخ څخه برخمن کړي .
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسون رئیس انجینر نورالله پیغام د دویم
 پړوا ټاکنو ترسره کیدو ته پخپله برخه کې پوره چمتوالی وښود او زیاته
 کړه،هغه ستونزې،چې به دغه ولایت کې په لومړی پړوا ټاکنو کې ترسره شوې،په
 دویم پړوا کې به یې بشپړ مخنیوی شوي وي.
د هغه په وینا د میدان وردګو ولایت د ولسونو د لیوالتیا په موخه به دوی د
 دغه ولایت ټولو سیمو ته سایډونه فعاله کړي او امنیتي منسوبینو څخه به د
 دغه سیمو د امنیت ساتلو جدي غوښتنه وکړي .
د ایتلافي ځواکونو د لوی قومندان ملکي همکارې کرن ډیکر په لومړی پړوا
 ټاکنو کې د میدان وردګو ولایت د ټولو ادارو په استازې د دغه ولایت والي
 ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ته مبارکې وویله .
هغې وویل: موږ پوره چمتوالی درلودو،چې د ټاکنو ترسره کیدو پرمهال به د
 هېواد په ټولو سیمو کې د افغان ځواکونو ملاتړې ووسي خو افغان ځواکونو
 پرته له دې،چې د دوی ملاتړ ترلاسه کړي،په یواځې ډول د رایې ورکونې بهیر
 امنیت په بشپړ ډول ښه وساتو .
دې هم باور ښکاره کړ،چې د دویم پړوا ټاکنو ترسره کیدو پرمهال به هم
 امنیتي ځواکونه د تېر ځل څخه لا هم ښه وساتي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې