May 6, 2014

امنیتي ځواکونو ۳ انجنیران د وسله والو له منګولو وژغورل

خپله تبصره لیکی

 د میدان وردک ولایتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې درې تنه انجنیران، چې وسله والو سخت دریځو تښتولي ول، راخوشي کړي دي.

د وردک ولایت د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /سې شنبه/ وویل، د یوه ساختماني شرکت ۳ انجنیران د امنیتي ځواکونو په هڅو روغ رومټ وزغورل شول.

د شیرزاد ساختماني شرکت دا درې انجینران اته ورځې وړاندې هغه مهال د میدان وردک ولایت د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري له موټره کښته او برمته کړای شول چې دوی غوشتل د غزني په هوایي ډګر کې د کارکولو لپاره دې ولایت ته لاړ شي.

ویل کېږيو وسله وال مخالفان په لارو له موټرو څخه هر هغه څوک چې پاکې جامې یې په تن وي او دولتي مامور یا د موسسو غړی ورته ښکاره شيو له موټره کشته کوي.

د میدان وردک د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د وردک د والي په امر د برمته شویو انجنیرانو د خلاصون په هدف د عملیاتو په نتیجه کې پرون /دوشنبه/ امنیتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې دا درې انجنیران خوشي کړل. د ده په وینا وسله وال مخالفان د عملیاتو له سیمې په تېښته بریالي شول.

خوشي شوي انجینر تاج محمد د ځان او خپلو ۲ نورو ملګرو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ وباله او د میدان وردګ له والی یې مننه وکړه چې د دوی په جدي پاملرنې د وسله والو مخالفانو له منګولو ازاد کړای شول.

د وردک د والي ویندوی وايي چې وسله والو مخالفانو له یادو انجینرانو اتلس زره امریکایي ډالر او یو کرولا موټر له ځان سره وړي دي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې