Dec 2, 2014

ميدان وردګو کې تازه مېوو ته مارکېټ جوړېږي

خپله تبصره لیکی

ميدانښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې د ۳۷ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د مېوې د يوه مارکېټ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مارکېټ له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت د شاوخوا ۳۷ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي.
هغه زياته کړه چې دغه مارکېټ د ولايت د مرکز اړوند په لس زره درې سوه متره مربع ځمکه کې په يو کال کې جوړېږي چې نن يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
خوږياڼي وويل چې دغه مارکېټ به ۳۲ هټۍ، دوه تشنابونه، د موټرو تمځای، د اوبو زېرمه، د ساتونکو خونې، ځانګړي بېروني تشنابونه، شنه ساحه، د وسايطو او پلي تګ لپاره پاخه سړکونه او نور اړين ملحقات ولري.
د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي په دغو مراسمو کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارت څخه مننه وکړه چې د دوی پر وړانديز يې په دغه ولايت کې د مېوې مارکېټ جوړېدو چارې پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به د دغه ولايت هغه مېوې چې تر دې وړاندې په بېلابېلو ځايونو کې په بې ارزښته توګه په کم قيمت پلورل کېدې، له دې وروسته به يې ارزښت ډېر او په ښه بيه به وپلورل شي‎ چې ورسره به د دغه ولايت د خلکو اقتصاد ښه شي.
ده همدا راز د ولسي جرګې او ولايتي شورا له غړو هم مننه وکړه چې د دې پروژې په ترلاسه کولو کې يې ورسره هڅې او منډې کړې دي.
له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال هارون الرشيد شېرزاد وويل، ميدان وردګ يو له هغو ولايتونو دی چې نشه يې توکي نه په کې کرل کېږي او همدا لامل دی چې دوی هم دغه ولايت ته د هغو پروژو د پلې کېدو چارې ترسره کوي چې بزګرانو ته يې ګټه رسېږي.
د هغه په وينا، د مېوې د مارکېټ تر څنګ ګڼې نورې پروژې هم په پلان کې لري چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې پيل شي.
د نرخ ولسوالۍ يو بزګر سبحان الله وايي چې په دغه ولايت کې تازه مېوې او سبزي جات په پراخه کچه ترلاسه کېږي، خو د مارکېټ د نشتوالي له امله کروندګر او بڼوال ترې سمه ګټه نه شي پورته کولى.
هغه له حکومته مننه وکړه چې د مېوې مارکېټ د جوړولو کار يې پيل کړ او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د سيمې اوسېدونکي له دې څخه ډېره ګټه پورته کړي.


ورته راپورونه:
د چک د برېښنا بند او سړک جوړېدوسره به زرګونه کورنيو ته اسانتياوې برابرې شي
”د پکتيا دولتي ادارې د ښاروالۍ د صفايي پيسې په خپل وخت نه ورکوي“
ميدان وردګو کې د مخابراتي شرکتونو فعاليت د وسله والو له ګواښ سره مخ دى
کاپيسا کې د معدني اوبو فابريکې فعاليت پيل کړ
د لندن ناسته له افغانستان سره د ژمنو د تازه کېدو فرصت دى

خپله تبصره لیکی

تبصرې