Oct 21, 2014

د سرې میاشتې سره به ۲ نیم میلونه افغانۍ مرسته وسي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت د نظامي او ملکي کارکوونکو له لورې د یوې ورځې تنخوا په ځانګړې کولو سره په دغه ولایت کې د سرې میاشتې ادارې سره د شاوخوا دوه نیم میلیونو افغانیو مرسته کیږي.

د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه سوې غونډه کې د سرې میاشتې رئیس محمد سلیم وردګ وړاندیز وکړ،ترڅو په دغه ولایت کې ټول نظامي او ملکي کارکوونکې دې د خپل یوې ورځې تنخوا سرې میاشتې ته ورکړي.
نوموړی زیاته کړه په دغه ولایت کې د نظامي او ملکي کارکوونکو د یوې ورځې په تنخوا به دوی وکولای سي چې له ګڼ شمېر بې وزله او اړینو کسانو د اړتیا پر مهال مرسته وکړي.
له یاد وړاندیز وروسته د ادارو د مسؤلینو له لورې پرېکړه وسوه چې په دغه ولایت کې به میشت نظامي او د ملکي ادارو ټول کارکوونکي د خپل یوې ورځې تنخوا سرې میاشتې ته ورکړي.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاني وویل:د کارکوونکو د یوې ورځې تنخوا به د مستوفیت له لارې په شفاف ډول د سرې میاشتې بانکي حساب کې زیاتی سي.
هغه د دغه کار د لا روښانتیا په موخه یو کمیسون ته دنده وسپارله،ترڅو موضوع تعقیب کړي او د مسؤلینو ترمنځ راتلوونکې غونډې ته بشپړ معلومات ورکړي.
تردې وړاندې وړاندې د دغه ولایت نظامی او ملکي کارکوونکو د یوې ورځې تنخوا په ځانګړې کولو  سره د بدخشان د ارګو ولسوالۍ زیانمنو کورنیو ته  دوه نیم میلیونه او پنځه ویشت زره افغانۍ مرسته ورکړې وه.

خپله تبصره لیکی

تبصرې