Dec 18, 2011

زخمي زړه

خپله تبصره لیکی


زخمي زړه 
شېخـــــــه نور کلـــــــــــه زه تسپې شمیرم
زه مــــــــې زخمــــــــــــــونه د سینې شمیرم
ګیلــــــــــــــــه مې ځکه د خپــل ځانه راځي
خپل صــــــــداقت دا ناکــــــــــــردې شمیرم
چې په وفـا او صــــــــــــداقت مړه شــــــــوي
د هغــــــــــــــــه خلکـــــــــــــــو هدیرې شمیرم
د زړه باغچــــــــه مې ټول زخمي زخمي ده
د رغیــــدویــې ورځــــې شپــــې شمیــــرم
د پیــــــــــــــوندي زړګي نه څــه غواړې نور
نه ستا وعــــــــــــــدې نه مــــې ګیلې شمیرم
ستـا زړه په کوم رنګ چې تسبحې اړوې
زه افــغـــانی مـې شـــــوګــــیـــرې شمیــــرم

******
سمیع الدین افغاني

خپله تبصره لیکی

تبصرې