Dec 28, 2011

وردګ: د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د رغاونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيل شو

خپله تبصره لیکی

د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي  او د غزني  ولایت والي موسی خان اکبرزاده دغزني په ولایت کې دیو ګډ مطبوعاتي  کنفرانس په ترڅ کې د ميدان وردګو  او غزني تر منځ د سړک ساتنې، د پلونو د رغاونې او دواړو ولایتونو ترمنځ دزیات بار وړونکو موټرو دڅارنې میکانیزم  او دمتخلفینو دنیولو په اړه د ګډ ولايتي پروګرام پيلیدو خبر ورکړ.
 د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي او د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن (د مرغومي ٦مه) په يوه ګډه خبري غونډه کې، ټولې لويې لارې ملي شتمنۍ او ملي پروژې وبللې او په  ساتنه  کې  دولسونو  په مرستو ټينګار وکړ.
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي  دوردګو او غزني ترمنځ  دغزیدلې سړک ویجاړول دوسلوالو مخالفینو لخوا ځای پرځای شوې ماینونه، دبار وړونکو موټرو دټاکلي اندازې څخه زیات وزن وړل  او دموټر چلوونکو او په ځانګړې ډول خصوصي امنیتي کمپنیو لخوا دترافیکي اصولو نه مراعت کول یاد کړل ، نوموړې زیاته کړه چې دهمدغه سړک خراب وضعیت او په دغه سړک باندې دسوځول شوو موټرو شتون  مسافرو دازیت سبب کیږي او هم  مسافرو ته دولایت خراب تصویر وړاندې کوي نو په همدې موخه یې نن عملا دپلونو دجوړولو او سوځول شوو موټرو لرې کولو کمپاین پيل کړه او تر پنځو ورځو پورې به دسړک په اوږدو کې شته ستونزې له منځه یوسي.
ښاغلي فدایي زیاته کړه چې اوسمهال یې دقوي امنیتي پلانونو په لاره اچولو سره پدې توانیدلې چې دتیرکال په پرتله (۹۰٪)  سلنه دپیښې کابو کړې  او هم  دوسلوالو مخالفینو لخوا دایښودل شوې(۷۰٪) سلنه  ماینونه یې دولسونو دمستقیمي همکارۍ له مخې دسړک په اوږدو کې شنډ کړې.
فدایي زیاته کړه چې دغزني ولایت والي سره    به  په ګډه  د دادړو ولایتونو د فوايد عامي، ښارواليو او ټرافيکو په مرسته به د بار وړونکو موټرو وزن څارلو او سړک ساتلو  ګډمیکانیزم   رامنځته کړي
ښاغلي والي د نوموړې لوې لارې د رغاولو په اړه وویل  که چېري په کار کې روڼوالى رامنځ ته شي، نو له دې لارو راټولېدونکي عوايد بس دي، چې هم سړکونه او هم پلونه بېرته پرې ورغول شي، هغه وويل چې اوسمهال دجګړو او بمې چاودنو زیات دترافیکي پيښو له امله زموږ زیات شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي .
د غزني والي  اکبر زاده وویل چې دمیدان وردګو والي ښاغلي فدایي تل دنوښتونو سره غزني ته  راغلي  اود میدان ـ غزني لوې لارې دساتلو راوړې مفکورې څخه یې په کلکه ملاتړ کوي او هم به دغه مفکوره دزابل او پکتیکا ولایتونو والیانو سره شریکې کړي ترڅو دملي شتمنیو ساتلو په اړه ولایتي  هڅې لا پياوړې شي
 د غزني او ميدان وردګو واليانو له خلکو هم وغوښتل، چې د لارو په ساتنه کې له دولت سره مرسته وکړي.
دیادونې وړ ده چې  چې د ميدان وردګو اړوند سيمه کې په تېرو دوو کلونو کې شل پلونه او پولګوټي نړېدلي چې ډيرې یې څوځله جوړ شوې او دغه راز پر دې لاره د امنيتي کمپنيو او اکمالاتي کاروانونو ٦٥ موټر سوځول شوي دي.

اتل میدانوال 

خپله تبصره لیکی

تبصرې