Dec 29, 2011

ميدان وردګ: د بهسودو د امنيه قوماندانۍ ودانۍ جوړه شوه

خپله تبصره لیکی
لودين
د ميدان وردګو لايت   دبهسودو د لومړۍ برخې  د امنيي قوماندانۍ  ودانۍ چې  د ايساف ځواکونو په (۵۰۰۰۰۰)  سوزرو  ډالرو په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې  وه ګټې اخيستنې ته  وسپارل شوه.

  په جوړه شوې غونډه کې دميدان وردګو والي محمد حليم فدايي سرييره،دولسي جرګې غړو حاجي عبدلمجيد وردګ،اغلې حميده اکبري،سناتورې زهرا شريفي، دولايتي شورا ريس محمد حضرت جانان او غړويې. دولايت امني قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوي، دملي امنيت مرستيال، دايساف ځواکونو ملکي او نظامي استازو،د سميه ايزو شورا غړو،دبهسودينو ولسوالانو،امنيتي چارو مسولينو او دبهسودو په ولسوالۍ کې دقومي مشرانو او دسيمې سل ګونو اوسيدونکو   ګډون کړې وو.
په سرکې دولسوالۍ ولسوال محمد باقر نوري راغلو ميلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ پدې ولسوالۍ کې دامنيت، بيارغاونې او ښې حکومتدارۍ په برخه کې ترسره شوو کارونو  په اړه معلومات وړاندې کړل.

غونډې ته   والي په خپله وينا کې دنوموړې امنيي قوماندانۍ جوړيدل يې په ياده سميه کې دانتقال دپروسې په اړه  مهم ګام وباله .
ښاغلي فدايي  په دې ولسوالۍ کې دزيربيناي پروژو لکه د ميدان باميانو (۸۰) کيلو متره  او بهسود چغچران (۴۰) کيلو متره سړکونو دجوړيدو څخه يادونه وکړه چې اوسمهال يې دجوړيدو چارې رواني دي همدارنګه نوموړې دښې حکومتدارۍ او ولسونو ته دموثر خدمتونو په برخه کې د ولسوالۍ ، امني قوماندانۍ او ترويج مديريت دودانيو دجوړيدل اساسي ګامونه وګڼل .
په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازې   حميدي اکبري په بيارغاونه کې دولايت هلې ځلې وستايلې او په ولسونو يې غږ وکړو چې د حکومت ټولو پلانونو په تطبيق کولو کې ورسره دپخوا په څير مرسته وکړي.
دمشرانو جرګې غړې زهرا شريفي، ولايتي شورا ريس محمد حضرت جانان او مرستيالې حليمه عسکري  په  خپلو خبرو کې دترسره شوو پرمختګونو دپام وړ وبلل او هم يې دپوهنې ، روغتيا او کرنې په برخه کې د لازياتو خدمتونو دعرضه کولو غوښتنه وکړه

  د بهسودو لومړۍ برخې د امنيي قوماندانۍ دغه ودانۍ په درې(۳) جريبه ځمکه کې دميشتو ايساف ځواکونوپه نيم ميليون  ډالرو په مالي لګښت ديو افغاني  شرکت لخوا ديو کال په موده کې چې (۳۰) کارې خونې،دغونډو تالار، خوړنځاي او نورې اړونده اسانتياوې لري په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې جوړه شوې ده.
ديادونې وړ ده  چې تيره اونۍ هم ددې ولايت  دجلريز ولسوالۍ ودانۍ هم دنړيوالو ځواکونو په مالي مرسته  جوړه شوه.

خپله تبصره لیکی

تبصرې