Jan 3, 2012

ميدان وردګ: په کابل باندې دتوغولو په موخه ځای پرځای شوي مزايل کشف شول.

خپله تبصره لیکی

دمیدان وردګو ولایت دملي امنیت ریاست دکارکوونکو په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو پرون ناوخته  دکابل اړونده دارغندي په سیمه کې (۱۳) مزایل مرمۍ چې دوسلوالو مخالفینو لخوا په ډیر مهارت سره  په کابل باندې دتوغولو په موخه ځاي پرځای شوې وی کشف او ترلاسه کړې.


همدارنګه دیوبل خبر له مخې د نوموړې ریاست کارکوونکو  لخوا دجلریز ولسوالۍ  د زیولاتو  په سیمه کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې  (۶) دهوان  مرمۍ، دچاودیدونکو توکو ډګه دګاز ډبه، د(۸۲) ملي متري توپ ۴ فیره مرمۍ، (۲) دوسایط ضد ماینونه، (۴) ریموټ کنټرول ماینونه او دچاودیدوکو توکو یوه بوجې او ورسره زیات شمېر هغه وسایل چې دماین اښودولو کې ترې استفاده کیده کشف او دملي امنیت ریاست ته انتقال شوې دي.

دیادونې وړ ده چې دنوموړو انفجاري موادو  په تور څوک ندي نیول شوې.

خپله تبصره لیکی

تبصرې