Jan 3, 2012

د وردګو ولایت له جهادي مسئول ملا عبدالله فهیم سره مرکه

خپله تبصره لیکی

د وردګو ولایت دافغانستان دمرکزي ولایتونو له جملې څخه ده چې دپلازمینې کابل په لویدیځ کې موقعیت لري ، داسیمه دافغانستان له مهمو جهادي او ستراتیژیکو سیمو څخه شمیرل کیږي ، چې له کلونو راهیسې په کې دامریکایي ښکیلاک په ضد وسلوال جهاد روان دی او تراوسه په کې دښمن ته دسراو مال خورا درانه زیانونه اوښتي .
سږ کال دبدر دعملیاتو په ترڅ کې دافغانستان دنورو سیمو غوندې دوردګو په ولایت کې هم دښمن ته سخت تلفات واوښتل او په ټوله کې سږنی کال په دې ولایت کې دجهادي بریاوو له اړخه دپاملرنې وړ وه ، داچې په دې ولایت کې اوسنی جهادي وضعیت څنګه ده او مجاهدینو کومې لاسته راوړنې درلودلي دي ، ددې ولایت لپاره داسلامي امارت عمومي جهادي مسؤل محترم ملاعبدالله (فهیم) مو راغږولی دی ، هیله ده له مرکې یې خوند واخلئ .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه
محترم فهیم صیب
له هرڅه وړاندې که دوردګو ولایت داداري تشکیلاتو په اړه معلومات راکړئ ، دغه راز یې په جغرافیاوي اهمیت رڼا واچوئ ؟
ځواب
دوردګو ولایت دافغانستان له مهمو او پرنفوسو ولایاتو څخه شمیرل کیږي چې له کابل سره نښتی مغرب خواته موقعیت لري ، دهیواد پلازمینه له زیاتره مرکزي او مغربي ولایاتو او ښارونو سره دهمدې ولایت په واسطه تړل شوې ده ، له همدې امله خو دا ولایت دپلازمینې کابل د دروازې حیثیت لري ، دا ولایت په مرکز سربیره دنرخ ، جلرېز ، سیداباد ، چک ، جغتو و جلګې ، دایمرداد ، بهسودحصه اول او حصه دوم په نومونو نهه ولسوالۍ لري ، له ستراتیژیک اړخه داسیمه ځّکه مهمه ده چې دهیواد دزیاتره مرکزي ولایاتو دالحاق نقطه ده ،دغه راز یې حالات په کابل باندې ډیر اثر لري .
پوښتنه
د وردګو په ولایت کې دخارجي اشغالګرو دشتون په اړه که معلومات راسره شریک کړئ ؟
ځواب
دوردګو ولایت په بیلابیلو سیمو کې خارجي اشغالګران شتون لري ، له دې جملې دوی دسیداباد په ولسوالۍ کې دلویې لارې په سر څو پخې قرارګاوې لري ، دغه راز په شیخ اباد ، کې هم قرارګاه لري ، دجغتو په ولسوالۍ کې یې یوه قرارګاه شته ، په جلریز او نرخ کې هم خارجیان شته په جلګه ولسوالۍ کې کومه قرارګاه نلري او په چک ولسوالۍ کې هم پخوا نه وه ، مګر اوس یې ځیني کسان راغلي دي او دولسوالۍ سره نږدې دداخلیانو له څنګه اوسیږي ، خو په وردګو کې دبهرنیو شتون ضغیفه دی ، ځکه دوردګو ولایت اصلي سیمې چې پراخې درې او کلي دي هغه دمجاهدینو په ولکه کې دی او دښمن نه شي ورتلای دښمن یوازې دلویې لارې ساتنې ته دخپلو اکمالاتو لپاره ډيره توجه کوي ، دغه راز دځینو ولسوالیو دودانیو دحفاظت دنده په غاړه لري .
پوښتنه
دمجاهدینو دتشکیلاتو او نفوذ په اړه که راته ووایئ ، چې دوردګو په ولایت کې څومره سیمې ترولکه لاندې لري ؟
ځواب
داسلامي امارت ترسرپرستۍ لاندې موږ دوردګو ولایت په مرکز او نهه واړو ولسوالیو کې پوځي او ملکی تشکیلات لرو ، دغه راز دوردګوو لایت ترشپیته فیصده ډیره سیمه هم دمجاهدینو په ولکه کې ده ، دبیلګې په توګه دسیداباد ولسوالي چې ډيره پراخه ولسوالي ده ، دتنګي ، اونخي او آبدرې په نومونو سترې مستقلې سیمې لري چې داسیمې کاملادمجاهدینو ترتسلط لاندي دي ، لکه وړاندې مو چې وویل دښمن یوازې دکندهار ــــ کابل دلویې لارې په سر مراکز لري ، نورو سیمو ته نه شي تللای ، په جغتو ، جلګه او چک کې هم وضعیت همداسې دی ، چې دښمن په محاصره کې قرار لري ،دچک په ولسوالۍ کې د عربانو ، آبکزار ، ماجت او نور ګڼ نفوسو درو ته تراوسه ددښمن ناولي قدمونه نه دي داخل شوي ، او خلک یې په سوله اطمینان کې داسلامي امارت ترواکمنۍ لاندې ژوند کوي ، په نرخ او جلریز کې څه موده وړاندې ددښمن دملیشو ( اربکیانو ) لخوا یوڅه مشکلات جوړ شوي وه ، مګر دمجاهدینو ددعوت او اولسي همکارۍ په برکت اوس په نرخ کې دامشکل په بشپړه توګه حل شوی دی ، سیمه له اربکیانو تصفیه شوې ده او دمجاهدینو ترسلطه لاندې راغلي ده ، په نرخ کې اوس یوازې ولسوالۍ ته په نږدې کلیو کې اربکیان خالخال فعالیت لري ، خو په جلریز کې چې یوه محدوده او تنګه سیمه ده ، هلته دمجاهدینو حضور یوڅه کمرنګه دی ، ځکه خارجي یرغلګرو هم هلته ډير نفوذ کړی او سیمیزې ملیشې هم یوڅه شته .
پوښتنه
سږکال چې دبدر عملیات پیل شوي دی تراوسه پورې مو په وردګو کې کومې لاسته راوڼې درلولي دي ، که دوردګو ولایت دمجاهدینو دفعالیتونو ، عملیاتو او بریاوو په اړه معلومات راکړئ ؟
ځواب
سږکال لله الحمد موږ دنورو کلونو په پرتله مهمې لاسته راوړنې او بریاوې درلودې ، له یوې خوا ددرست ولایت په سطحه دعملیاتو کچه زیاته شوه او په دښمن خورا ډیرې حملې ترسره شوې ، له بلې خوا زمونږ دعملیاتو په کیفیت کې هم ډیرپرمختګ ولیدل شو، چې په ترڅ کې یې دښمن ته سخت زیانونه واوښتل ، دلته به لومړی په تیرو څو میاشتو کې دوردګوولایت دمجاهدینو دمهمو لاسته راوړنو یادواري وکړم ، وروسته دعملیاتو او تلفاتو په اړه راجمع شوي ارقام درته وړاندې کړم .
سږکال په ۲۰۱۱/۶/۸ نیټه د وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دتنګي درې په جوی زرین کې دامریکایي ځانګړیو ځواکونو چینوک چورلکه دمجاهدینو لخوا وویشتل شوه ، چې په ترڅ کې یې ددوی په خپل اعتراف ۳۱ خارجي او ۸ داخلي عسکر ووژل شول ، خو موږ چې معلومات وکړل او اثار مو وکتل ددښمن تلفات تردې ډير زیات وه ،دغه راز دهمدې کال دنهمې میاشتې په لسم تاریخ دسیداباد په ولسوالۍ کې دامریکایانو په هډه باندې یوه فدایي حمله ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ددښمن نږدې سلو تنو عسکرو ته مرګه ژوبله واوښته په دې حمله کې هم دښمن خپل ۸۹ تنه ټپي بهرني عسکر ومنل خو په لسګونو نورو وژل شویو یې خوله پټه کړه ، له دې پرته سږ کال دتنګي په دره کې دامریکایانو ستره اډه دمجاهدینودبریدونو په پایله کې ددشمن لخوا تخلیه شوه ، او داسیمه په بشپړه توګه له دشمن څخه پاکه شوه ، دغه راز سږ کال ددشت ټوپ په امریکایي قرارګاه باندې هم یوه ستره فدایي حمله ترسره شوه چې لسګونه بهرني عسکر یې ووژل ، او همدې سیمې ته نږدې ددښمن په هغه پروګرام چې دکرزي مرستیال کریم خلیلي او داخله وزیر جنرال بسم الله خان ورته راغلي وه مجاهدینو یوبریالی برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې مراسم ړنګ شول او ددښمن چارواکي په تیښته کابل ته لاړل .
زموږ دراغونډ شویو احصایو له مخې د ۲۰۱۱/۳/۱۰ نيټې څخه نیولې بیا د ۲۰۱۱/۹/۲۱ نیټې پورې دوردګو ولایت په بیلابیلو سیمو کې ددښمن تلفاتو او دمجاهدینو دعملیاتو شمیر په لاندې ډول دی ، په دې موده کې ددښمن ۱۱۱ ټانګونه په بشپړه توګه له منځه تللي او ۲۷ نور زیانمن شوي دي ، ددښمن ۲۴۵ اکمالاتي او سیکورټي موټر سوزول شوي دي ، چې ۱۳۴ یې غټ ټيلر موټر دي ،او پاته یې واړه موټر دي ، دغه راز ددښمن ۲۲۱ اکمالاتی موټرو ته په بریدونو کې زیان اوښتی ، دغه راز زمونږ داحصایې له مخې په دې موده کې ۵۹۶ خارجي اشغالګر په وردګو ولایت کې وژل شوي ، او دداخلي عسکرو دمړینې اندازه ۶۷۳ تنو ته رسیږي ، په یاده شوې موده کې دښمن دوردګو ولایت په بیلابیلو سیمو کې دمجاهدینو په تلاش ۵۶ چاپې اچولي دي ، چې لله الحمد اکثره یې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي ، زموږ مجاهدینو ته زیاتره تلفات په مخامخ جګړو کې اوښتې او ډير کم یې په چاپو کې په نښه شوي دي ، دغه راز باید ووایم چې په دې تقریبا شپږ میاشتنۍ موده کې زمونږ ۸۱ تنه مجاهدین دشهادت لوړ مقام ته رسیدلي ، دغه راز ګڼ شمیرولسي وګړي هم ددښمن په چاپو او بریدونو کې په شهادت رسیدلي دي .
پوښتنه
ستاسو دملکي خدماتو او کارونو په اړه که معلومات راکړئ ، آیاد لائحې مطابق مو ملکي شعبات فعال کړي دي ؟
ځواب
کومې ملکي شعبې چې داسلامي امارت په لائحه کې یې یادونه شوې ده ، هغه دوردګو په ولایت کې فعال شوي دي ، دهرې ولسوالۍ لپاره ملکي مسؤل مقرر شوی دی ، دغه راز دتعلیم او تربیې مسؤل او محاکم هم فعال شوي دي چې په نورمال ډول خپلو خدماتو ته ادامه ورکوي ، مادرته وویل چې دوردګو ولایت کې داسې پراخې سیمې او درې شته چې په تیرو لسوکلونو کې تراوسه هلته یرغلګر یا دکابل اجیر رژیموال نه دی ورغلي ، په دې سیمو کې چې داسلامي امارت دمجاهدینو سلطه ده دبل هرځای په نسبت کې په کې دژوند ښه چاپیریال برابر دی ، دخلکو سر ، مال اوعزت خوندي دی ، مدارس او مکاتب فعال دي ، او اولسونه یې خوشاله دي .
پوښتنه
څه موده وړاندې دوردګو حکومتي والي ویل چې مجاهدینو په وردګو ولایت کې دیني مدارس بند کړي دي ، ددې خبرې واقعیت څه وه ، دغه راز ډیر ځله دښمن په مجاهدینو پسې تبلیغات کوي چې مجاهدین مکاتب سوزي او تعلیمي چارو ته ارزښت نه ورکوي ، که د وردګو ولایت په تعلیمي برخه یوڅه رڼا واچوئ ؟
ځواب
د وردګو دحکومتي ګوډاګي والي دادعاوو په اړه باید ووایم چې دا دنوموړي هغه وروستي تلاشونو دي چې دمجاهدینو دمخ په زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې یې کوي ، دنوموړي خبرې هیڅ حقیقت نلر ي او یوازې مبالغه او دروغ دي .
باید ووایو چې په وردګو ولایت کې په ټولو ولسوالیو کې تعلیمي سلسله ډيره نورماله پرمخ ځي ، مدرسې ، لیسې ، ښوونځي او نور تعلیمي موسسات فعال دي ، د وردګو له ولایت څخه هرکال سلګونه کسان لوړو زدکړو ته لاره مومي دغه راز یې هرکله ګڼ طالب العلمان ددینو علومو دفضیلت دستار تر سر تړي .
داسلامي امارت مجاهدین دیوه خاص مسؤل له لارې دتعلیمي ادارو نظارت کوي ، ترڅو مکاتب او مدارس دفساد او بهرني کلتور او عقائدو د نشر او ترویج لپاره استعمال نه شي .
ــــــــــ محترم ملاعبدالله فهیم صیب له تاسو نه ډير مننه چې له ټولو مصروفیاتو سره مو زمونږ غوښتنه قبوله کړه او دمیدان وردګو ولایت دجهادي اوضاع په اړه مومعلومات راکړل .
ــــــــــ       له تاسو هم مننه ، عزتمن اوسئ .

پای

خپله تبصره لیکی

تبصرې