Jan 8, 2012

میدان وردګ: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

خپله تبصره لیکی
دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې د اداري اصلاحاتو د درې پوړیزه ودانۍدوه لکو امریکایي ډالرو په لګښت دلایت والي محمد حلیم فدایي،داداري اصلاحاتواوملکی خدمتونودکمیسیون لوې مشر ډاکتراحمد مشاهد او ورسره پلاوي، دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او قومي مشرانو لخوا دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

غونډې ته ښاغلي والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبروکې  اداري اصلاحات او ملکي خدمتونه  دانسانانو د فکر جوړونې اصلي مرکز وباله چې ددې ودانۍ په جوړښت سره به دظرفیتونو دلوړولو او عامو ولسونو دخدمتونو دعرضه کولو په اړه لا ښوالي راشي، همدارنګه ښاغلي والي د ولایتي ادارې پر وړاندې داداري فساد څخه هم سیاسي فساد ستر خنډ وباله چې همدغه سیاسي فسادونه د اداري او اخلاقي فسادونو زیږدنده ګرځي او ددې فسادونو لمنځه وړل دافغان حکومت، عامو ولسونو او د نړیوالۍ ټولنې ګډو هلو ځلو پورې اړه لري.
 دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان دنوموړې ودانۍ جوړیدلو سره هیله وښوده چې نوموړې اداره به په یوه کاري فضاء کې دملکی مامورینو دظرفیتونو لوړولو لپاره دپام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي او دوۍ به وتوانیږي چې دولایت دلرې پرتو ولسوالیو ملکي مامورینو ته دنوې تکنالوژۍ او معاصر زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي چې له امله به یې دسیمې اوسیدونکو ته موثر او پروخت خدمات وړاندې کړي.
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دکمیسیون ریس ښاغلي ډاکتر احمد مشاهدپه خپلو خبرو کې داصلاحاتو په وده او دخدمتونو په وړاندې کولو کې دیادې ادارې سره دولایت والي نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وستایلې او دغه لاره کې دولایت په لاره اچولو شوو پروګرامونو څخه ملاتړ وښود،نوموړي ژمنه وکړه چې اداري اصلاحاتو  او دملکی مامورینو دملاتړ او حمایې لپاره به خپل ټول امکانات په کار اچوي ترڅو وشوو کولای دهمدغه جوړشوې مرکز له لارې  دلرې پرتو ولسوالیو مامورینو لپاره موثر خدمتونه وړاندې کړو ترڅو په چارو کې شفافییت او په خدماتو کې ښوالي او موثریت رامنځته شي.
نوموړې ودانۍ په درې پوړونو کې په ۳ جریب ځمکه کې چې ۱۰ کارې اوتدریسي خونې،۲ دغونډو او کنفرانسونو تالارونه او نورې ټولې استانتیاوې لري دمیشتو ایساف ځواکونو د(۲)سوو زرو امریکايي ډالرو په مالي مرسته د(CBC) ساختماني شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوه.


اتل میدانوال 

خپله تبصره لیکی

تبصرې