Jan 16, 2012

میدان وردګ:په دوه سوو کورینو باندې مرستې وویشل شوې

خپله تبصره لیکی
په میدان وردګو  ولایت کې ددې ولایت په اړو او بې وزلو (۲۰۰) کورنیو باندې دپاملرنې موسسې لخوا  ژمنۍ مرستې او توکي  دولایتي شورا ریس  محمد حضرت جانان، د پاملرنې موسسې استازو  لخوا وویشل شول

دپیښو پر  وړاندې دمبارزې رییس نجیب الله اکبري په ویناء نوموړې مرستې دپاملرنې نړیوالې موسسې په مالي مرسته ددې ولایت د۲۰۰  اړو او بې وزله کورنیو لپاره چې  پخوا ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې  په نښه  او سروي شوې وو  نن دپلاوې پر وړاندې وویشل شوې.
 چې نن هرې کورنۍ ته   ۴ داني  ژمنۍ کمپلې، یوه  جوړه درویشې، یو جاکټ او یو دانه  پلاستیکي ترپال  وویشل شول، چې له امله به یې  تر یوه حده دهغو کسانو ستونزې چې دژمي په ساړه موسم کې دژوند سختو شرایطو سره مخ دي  کمې شي.
عبدالله په نامه یوتن  چې نوموړې  مرستې یې ترلاسه کړې وو  دمرستو  دویش څخه خوښې وښوده خو نوموړې مرستې یې د دوۍ دستونزو په حل کولو کې کافي ونه بللي او د حکومت او نړیوالي ټولنې  څخه یې دلازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

خپله تبصره لیکی

تبصرې