Apr 3, 2012

ميدان وردګ: په جلا چاودنو کي مرګ ژوبله اوښتې ده

خپله تبصره لیکی
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعیل وفاء په ویناء بیګاه مازیکر ۴ بجې مهال دشیرخان په سیمه کې وسلوالو مخالفینو غوښتل چې دسړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کړې چې خپله ماین پرې چاودیدلې او له امله یې د رفیع الله دحمیدالله زوي په نوم یوتن وسلوال وژل شوی او دوه نور وسلوال شدید زخمیان شوې دي چې زخمیان د وسلوالو لخوا نا معلوم لورې ته وړل شوې دي.

همدارنګه په ۱۳ نیټه مازیکر مهال دمیدانښآر اړونده دقول میراجان سیمې ترڅيرمه د ناچاودو توکو دانفجار له امله دکوچیانو دیوې کورنۍ (۵) پنځه ماشومان هغه مهال زخمیان شول چې نوموړو ماشومانو د رمو دڅرولو پر وخت په پخوانيو ناچاودو توکو پرې انفجار کړې او له امله یې پنځه تنه ماشومان زخمیان شوې چې نوموړې زخمیان دملي اردو لخوا روغتون ته وړل شوې دی او دنوموړو روغتیایي حالت اوس د ډاډ وړ دی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې