Apr 11, 2012

میدان وردګ : د مهمات زیرمه کشف شوې

خپله تبصره لیکی
دملي امنیت ریاست موظفینو لخوا د مرکز میدانښآر اړونده دچارکې په سیمه کې داوپراتیفي عملیاتو په پایله کې دوسلوالو مخالفینو دمهماتو او چادیدونکو توکو زیرمه کشف او ترلاسه کړه چې له امله یې د تروریستي بریدونو مخه ونیول شوه.
په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې لاندې مواد شامل دي

۴۷ عدده سرګلولې، ۷ عدده ثقیله مهمات، یو دانه د وسایط ضد ماین، ۶حلقې د پرسونل ضد ماینونه، ۷ حلقې ریموټ کنټرول ماینونه،۳ بوشکې دچاودیدونکو موادو ډکې بوشکې ، ۲فیره د مزایل مرمۍ، ۴ فیره د راکیټ مرمۍ،۲ فیره د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، ۳ کیلو چاودیدونکي مواد، لاسي بمونه ،۱۰ متره دماین ایښودنې لین او یو زیات شمېر نا چاودي مهمات کشف او ترلاسه شول.

دپورته نیول شوو وسلو او مهماتو په اړه تراوسه څوک ندي نیول شوې

دولایت مرستیال والي علي احمد خاشعي دملي امنیت ریاست دمسولینو نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وستایلې او ددغه وسلو او مهماتو نیول یې بې سارې لاسته راړونه وبلله چې له امله یې دزیاتو وران کارو عملونو مخه ونیول شوه.

اتل میدانوال

خپله تبصره لیکی

تبصرې