May 29, 2012

طالبان : په ميدان وردګو کي مو بله الوتکه را واچوله

خپله تبصره لیکی
وسله وال طالبان ليکي چي تېره ورځ ئې په ميدان وردګو کي يوه چينوک الوتکه ويشتلې او را اچولې ئې ده. طالبان ليکي چي ياده الوتکه چي پکښي ٢٧ تنه سپرلي سپاره ول د دې ولايي د نرخ اولسوالۍ ته د عملياتو په موخه راغلې وه خو مخکي هدف ته تر رسېدو د وسله والو طالبانو په وينا چي د دوى له لوري وويشتل سوه او را وغورځول سوه. طالبان د يوه عيني شاهد له خولې ليکي چي په الوتکه کي سپاره ټول کسان وژل سوي او الوتکي اور اخستى. د يادوني وړ ده چي تېره ورځ وسله والو د پکتيکا په سرحوضه کي هم د يوه امبولانس چورلکي د را غورځولو خبر ورکړى ؤ. آيساف د خپلي يوې الوتکي دعملياتو په وخت کي د رالوېدو خبر ورکړى خو دا ئې نه ده معلومه کړې چ آيا هغه په پکتيکا او که په ميدان وردګو کي رالوېدلې.

خپله تبصره لیکی

تبصرې