Aug 10, 2012

ميدان وردګ: د دريوو ودانيو او ديوپارک چارې پيل شوې

خپله تبصره لیکی
اتل
 دمیدان وردګ ولایت  په مرکز میدانښآر کې  د پولي کلینیک، دمرکزي احصایي ولایتي دفتر، دکارکوونکو دملي اتحادیې  ولایتي دفتر او د ماشومانو لپاره  دلوبو تفریحي پارک دجوړیدو چارې پيل شوې.
د ولایت والي  محمد حلیم فدایي د دغو پروژو دبنسټ ډبرې ایښودنې پرمهال دښې حکومتوالۍ اصل ته په کتو د دولتي مامورینو او کارکوونکو لپاره دکار مناسب  چاپیریال جوړیدل  ولسونو ته  دګړندیدو خدمتونو لپاره مهم  وباله او دغه کار یې دموسساتي ظرفیت په جوړیدو کې مهم ګام وباله، ښاغلي فدایي زیاته کړه چې دافغاني بودجې څخه کم کار دافغانانو په لاس  ترسره کول هم  د بهرنیانو د لویو مرستو څخه پایښتیز  دی او نوموړي دافغاني شرکتونو مسولینو وغوښتل چې په دکار کیفیت ته په کتو ترهرڅه  دمخه خدای حاضر او ناظر وګڼي او په درست ډول کارونه ترسره کړي.
د  ولایتي شورا ریس شیرشاه بازون  په ولایت کې د دریو ودانیو او دماشومانو د تفرحي پارک جوړیدل د بیارغاونې په برخه کې بې سارې ګام وباله او زیاته یې کړه چې په  ولایت کې دنظام دټینګښت، ولسونو سره دښه چلند، دوامدارې او پایښتیزې بیارغاونې  او ښې حکومتوالۍ په برخو کې بې مثاله کار شوې دی. او هرې چارې د ولایتي شورا په مشره ترسره کیږي.
په دغو پروژو کې دترکيې هېواد (۲۱۰۰۰۰) دوه لکه او لس زروامریکایي ډالرو په لګښت او مرسته دپولي کلینیک یو پوړیزه ودانۍ چې  (۸) خونې تشنابونه، صالونونه، پخلنځي او نورې اړونده ټولې اړینې اسانتیاوې لري  دشپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.
همدارنګه دمرکزي احصایي یو پوړیزه ودانۍ چې (۹) کاري خوني،تشانبونه،خوړنځای، دغونډو صالون،سیپټیک څاه او نورې اړونده اسانتاوې لري دمرکزي احصایي دانکشاف بودجې څخه د(۳۵۰۰۰۰۰) لکو افغانیو په لګښت په پنځو میاشتو کې په اساسي او پاخه ډول دمیدان ځوانانو شرکت لخوا جوړیږي.
په مرکز میدانښآر کې  دروشن مخابراتي شرکت لخوا په (۹۰۰) متره مربع ځمکه کې دماشومانو او تنګیو ځوانانو لپاره دلوبو تفریحي پارک چې پکې به دفوټبال میدان او دلوبو بېلابېل وسایل موجود وي  د دریو میاشتو په جریان کې دښار د اوسیدونکو لپاره جوړیږي.
همدارنګه د کارکوونکو ملي ادارې ولایتي دفتر هم  په نیم جریب ځمکه کې داحاطې په شمول  په شپږو میاشتو کې دکارکوونکو دملي اتحادیې دمرکزي دفتر لخوا په اساسي ډول جوړیږي.
په دغو پروژو کې به دسیمې نژدې سلو تنه ځوانانو ته  هره ورځ دکار زمینه برابره  او هم دنوموړو ودانیوپه جوړیدو سره تر ډیره بریده د دولتي ودانیو دجوړید چارې  بشپړې شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې