Sep 1, 2012

په میدان وردګو کې دوه ځانوژونکي بریدونه وشول

خپله تبصره لیکی


د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې نن سهار دوه ځانوژونکي بریدونه وشول.
د میدان وردګو د والي ویاند شاهدالله شاهد بست بست باستان خبري اژانس ته وویل، چې دغه بریدونه یو پر بل پسې، نن سهار شپږ بجې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې وشول.
دی وايي، چې لومړني ځانوژونکي د دغې ولسوالۍ په بازار کې د ولسوالۍ دفتر ته نژدې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د ده په وینا، دویم بریدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کې سپور و، په دغه ولسوالۍ د مېشتو بهرنیو ځواکونو اډې ته څېرمه چاودنه کړې ده.
شاهد وايي، چې په دغو بریدونو کې تر اوسه دولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي او تر څنګ یې دوه تنه افغان امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
خو نوموړی په دویمه چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه ورکوي.
د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، چې د میدان وردګو ولایت له رسنیز دفتره خپاره شوي، په دغو بریدونو کې اته تنه ولسي وګړي او څلور ملي پولیس وژل شوي او ۴۷ تنه ولسي وګړي، اووه تنه ملي پولیس، درې تنه د ملي امنیت کارکوونکي او دوه د آیساف ځواکونو سرتېري پکې ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په اړیکه کې د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستی او وايي، چې یوه ځانوژونکي بریدګر په سیدآباد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په اډه کې دننه برید کړی او لسګونه بهرني سرتېري یې وژلي دي.

رحیمي ـ غزني

خپله تبصره لیکی

تبصرې