Sep 10, 2012

دميدان وردګو په ملاخېلو کې وسلوالو پنځه تنه ووژل

خپله تبصره لیکی

کابل (پژواک ١٩وږى ٩١): چارواکي وايي، چې وسلوالو د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په يوه اړونده سيمه  ملاخېلو کې پنځه تنه له موټر څخه ښکته او بيا يې ووژل .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه کسان نن د (وږي په ١٩مه ) وسلوالو طالبانو سهار مهال د ميدان ښار اړوند د ملاخېلو په سيمه کې له سراچه موټر څخه ښکته کړل او بيا يې په ډزو ووژل.
ده زياته کړه، چې دغه کسان يې تر وژلو وروسته د کوټ عشيرو په سيمه کې اچولي وو، چې بيا يې په اړه د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ.
د هغه په وينا، وژل شوي کسان، چې له ٢٥ تر ٣٥ کاله پورې عمرونه لري، عام وګړي دي او له چا سره يې تړاو نه درلود.
شاهد ادعا وکړه، چې دغه کسان په وسلوالو طالبانو پورې اړوند د قوماندان نعمت الله وسلوالو وژلي دي، خو تراوسه پورې وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. 
دا لومړى ځل نه دى، چې پر دې لارې دا ډول پېښه رامنځ ته کيږي، شاوخوا يوه مياشت مخکې هم وسلوالو په ياده سيمه کې شپږ هغه کسان  وژلي وو، چې په ياده سيمه کې يې د بهرنيو ځواکونو په بېس کې کار کاوه، خو په يوه بل اقدام کې بيا امنيتي ځواکونو په همدې سيمه  له وسلوالو هغه څلور تنه راخوشې کړل ، تر تښتولو وروسته يې له کورنيو څخه پيسې غوښتنې .

خپله تبصره لیکی

تبصرې