Oct 1, 2012

ميدان وردګ: ( ۶ ) وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

خپله تبصره لیکی
دمیدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ دشاه کابل په سیمه کې  دایساف ځواکونو په یو هوايی برید کې ۴ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي  او(۲) تنه  نور یې ټپيان شوي دي.
دنرخ ولسوال محمد حنیف حنفي په ویناء چې دتلې په ۸ نيټه  دنرخ ولسوالۍ اړونده  د ورکوټي شاکابل په سیمه کې  مازیکر مهال ایساف ځواکونو د وسلوالو طالبانو په یو پټن ځای باندي  چې دطالبانو قوماندان الله نور او کسان یې پکې راټول شوي ولو ایساف ځواکونو  چورلکو پرې هوايي برید کړې دی  چې له امله یې (۴) تنه  وسلوال مخالفین هریو خالد د میدانښآر دملکانو دکلې، خالد دمیدانښآر اوسیدونکی،دین محمد دشاکابل اوسیدونکی ا و میرویس د فاروقیانو اوسیدنکي پکې وژل شوي دي او همدارنګه دوه تنه نور  وسلوال مخالفین پکې ټپيان شوي دي
د  ولسوال  په ویناء چې د وسلوالو طالبانو قوماندان  الله نور  دسیمې څخه په تیښته بریالی شوې دی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې