Oct 1, 2012

میدان وردګ: دملي اردو او ایساف ترمنځ نښته شوې

خپله تبصره لیکی
مړوند
دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دسی سۍ په سیمه کې پرون مازیکر دایساف  ځواکونو او ملي اردو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده
دولایت ویاند شاهدالله شاهد بینوا ته وویل چې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې دایساف لخوا عملیات پیل شوې ول چې دملي اردو  دیوې پوستې  سره د ناسم پوهاوي  له امله دغه نښته رامنځته شوې ده چې دواړو لورو ته تلفات اوښتې دي چې دقیق شمیر یې معلوم ندی  او دپیښې دانکیزې دمعلومولو په اړه یو ګډ پلاوی سیمې ته تللی دی
یوې امنیتي سرچینې چې دنوم اخیستلو څخه یې ډه ډه کوله وویل چې په پیښه کې دملي اردو ۳ تنه مړ او ۳ تنه یې ټپيان شوي دي همدارنګه په پيښه کې دایساف ۲ سرتیری مړه او ۳ تنه یې ټپيان شوي دي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې