Feb 25, 2013

له وردګو د امریکايي ځواکونو د وتلو امر وشو

خپله تبصره لیکی
د افغانستان د امنیت شورا پرېکړه کړې، چې د امریکا ځانګړي ځواکونه به د میدان وردګو ولایت څخه په راتلونکو دوو اونیو کې وباسي.
دغه ځواکونه د بې ګناه ولسي وګړو په وژنو، تښتونو او ځورونو تورن دي.
د دې تر څنګ په امنیت شورا کې پرېکړه شوې، چې د میدان وردګو او د کابل بل ګاونډي ولایت لوګر د امنیتي وضعې د ښه کولو لپاره به کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې، چې د میدان وردګو ولایت د خلکو او سیمه ییزو چارواکو د شکایتونو پر بنسټ به د امریکا ځانګړي ځواکونه له دغه ولایته په دوو اونیو کې وویستل شي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت په دغه غونډه کې د افغانستان دفاع وزارت ته لارښوونه شوې، چې په راتلونکو دوو اونیو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس په نوم ډله له دغه ولایته وباسي.
د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته همداراز وویل، ټولو افغان ملي امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې د ځانګړو ځواکونو په نامه هغه وسله وال چې په وردګو ولایت کې ولسي خلک ځوروي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د وردګو ولایت اوسېدونکي له څه مودې را په دې خوا شکایت کوي، چې د ځانګړو ځواکونو په نامه وسله وال یې ځوروي، کورونه یې پلټي او ان دغه ځواکونه د بې ګناه خلکو په وژنو تورنوي.
د میدان وردګو والي مجید خان خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې خلک ورته له دغو ځواکونو سر ټکوي.
د امریکايي ځواکونو له لوري د شپنیزو عملیاتو موضوع یوه داسې مسله ده، چې افغان او امریکايي حکومتونو یې په دې وروستیو کې په اړه سره لانجې کړې دي.
ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې ډېر ځلې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له لوري پر افغان کورونو شپني عملیات ورته د منلو نه دي.
خو امریکايي ځواکونو په تېر کې له دغو عملیاتو دفاع کړې او شپنيزو عملیات یې د ترهګرو په نښه کولو لپاره تر ټولو خوندي لار بللې ده.
د ښاغلي فیضي په وینا د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د میدان وردګو تر څنګ د پلازمېنې د بل ګاونډي ولایت لوګر د امنیتي وضعې د ښه کولو لپاره هم د کوټلو ګامونو او یوه نوي عملیاتي پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه.

خپله تبصره لیکی

تبصرې