Dec 18, 2013

سږکال عواید۱۴۵میلیونوافغانیوته رسیږي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه د روان مالي کال په ترڅ کې
 یو سلو پنڅه څلوښت میلونه افغانۍ عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته
 ورکړل شوي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي : د دغه ولایت مستوفیت
 ته د مالیې وزارت له لورې د دوه سوه اتلس میلیونو افغانیو عوائد راټولو
 هدف ورکړل شوی وو،خو د ځیني ستونزو له امله د یاد هدف پر ځای یو سلو پنڅه
 څلوېښت میلیونه افغانۍ عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته ورکړل شوي
 دي .
نوموړی زیاتوي یاد عوائد یې د موټرونو،
 تنخواګانو،مارکیټونو،پاسپورټونو،لیسانسونو او نورو بېلابېلو برخو څخه
 راټول شوي،چې زیات شمېر داسې عوائد هم په کې راټول شوي،چې له تېرو لسو
 کلونو څخه پاتې وو.
د میدان وردګو د والي په وینا یو شمېر هغه کسان یې د دغه مالي کال په ترڅ
 کې نیولي،چې پخپل سرې ډول یې د مالیې له ورکړې څخه انکار کولو،چې په ترڅ
 کې مالیه ترې د جرمانې سره  یو ځای اخیستل شوې ده .
هغه وایي اوس مهال هم د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یوه
 اندازه مالیې په سوداګرو او نورو کسانو پاتې ده،چې د امنیتي منسوبینو په
 همکارۍ ترې د مالیې راټولولو چارې په ګړندۍ ډول رواني دي .
د یادونې وړده،تېر کال په میدان وردګو ولایت کې یو سلو څلور پنځوس
 ميلیونه عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته ورکړل شوې دي

خپله تبصره لیکی

تبصرې