Dec 4, 2013

په ميدان وردګو د زندان نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

1 تبصره
افغان ځواک: په ميدان وردګو کې د بند خونې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.DSC02071
د ميدان وردګو د والي د رسنيو دفتر افغان ځواک ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ياد زندان په اولس نيم جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي:« د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د امریکا متحده ایالاتونو د اوه میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت په اولس نیم جریبه ځمکه کې نوې بند خونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .د دغه بند خونې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: له تېر یوه کال راهیسې په میدان وردګو ولایت کې بند خونې شتون نه درلود او په دغه برخه کې ډیر ستونزې درلود،چې د دغه بند خونې په جوړېدو سره په یاده برخه کې شته ستونزې لمنځه ولاړي شي.»
نوموړي زیاته کړه،دغه بند خونه چې د یو نیم کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول په درې بلاکونو کې جوړه شوې او د توقیف خونو،ښځو او ماشومانو په ګډون به په کې ټول اته سوه زندانیان ځای پر ځای شي،ډېر ژر به ورته د عصري،دیني او حرفوي زدکړو زمینې هم برابري کړي.
ده د امریکا متحده ایالاتونو له سفارت څخه هم مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د بندخونې جوړونې پروژه په ښه توګه سرته ورسوله،.
د بند خونو د عمومي ریاست امنیتي مرستیال تورن جنرال محمدعارف احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې هڅه به وکړي،ترڅو دغه بند خونې لباره له مرکزي ادارې هر ډول سهولتونه چې امکان لري،برابر کړي.
د میدان وردګو د بند خونې مدیر مل پاسوال دولت محمد عزیز وویل : په دغه بند خونه کې ټول ضروري ملحقات چې په یوه عصري بند خونه کې ورته اړتیا لیدل کیږي،جوړ شوي خو په وینا یې د دغه بند خونې د ساتونکو کموالی او د روغتیایي سهولتونو نشتون د دوی له اساسي ستونزو څخه دي.
هيره دې نه وي چې د هيواد په ډيرو بندخونو کې د ستونزو له امله تل نيوکې شوي دي.
تيره ورځ له اساسي قانون څخه د څار ادارې هم په يوه ناسته کې په بندخونو کې د ستونزو خبره منلې وه.
افغان ځواک ـ  خبرخونه

1 comment: