Jan 12, 2014

په ميدان وردګو کې مجرمينو ته قانوني سزا نه ورکول کيږي

خپله تبصره لیکی

په غیري مسلکي ډول د یو شمېر دوسیو څېړنه ددې لامل سوې چې مجرمینو ته سزا نه ورکول کیږي

دغه ټکی نن ( دوشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د حکومتدارۍ او حاکمیت په نوم جوړه سوې غونډې ته چې د دغه ولایت د والي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه سوې ول د دغه ولایت د ښاري محکمې رئیس وکړ.
نوموړی دغه خبره وروسته له هغې کوي،چې د دغه ولایت د بېلابېلو امنیتي مسؤلینو له لورې د یادې محکمې پر مسؤلینو نیوکه وسوه چې دوی یو شمېر مجرمینو ته برات او یا هم ډېرې کمه سزا ټاکل کیږي .
د ميدان وردګو ولایت د ښاري محکمې مشر قضاوتمند جماالدين وویل په امنیتي ادارو کې د ځیني مجرمینو دوسیې په ښه توګه نه څېړل کیږي او دوی مجبوره دي چې په بشپړ ثبوت ترلاسه کولو سره مجرم ته د سزا اندازه وټاکي .
په دغه غونډه کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان، د ملي امنیت مرستیال او د بېلا بېلو قضایي ادارو مسؤلینو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د میدان وردګو والي  عبدالمجید خوږیاڼي وویل ډېر ژر دې د هغو امنیتي مسؤلینو لپاره  چې د دوسیو په څیړلو کې ونډه لري یو ګډ روزنیز ورکشاپ جوړ سي.
ده زیاته کړه چې په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د دغه ولایت د امنیتي ارګانونو سربیره د ملي امنیت د څارنوالۍ منسوبین، استيناف څارنوالۍ او ښاري محکمې مسؤلین او استازې به په کې برخه واخلي او موخه يې د دوی ترمنځ د یوې ښې همغږۍ د رامنځته کولو ترڅنګ د قضیو په څېړلو کې له يو بل سره خپلې تجربې شریکول دي .
د میدان وردګو د والي په وینا په دې سره به وکولای سو چې د ټولو ارګانونو له لورې د قضیو د ښه څېړلو مهارت په ترلاسه کولو سره مجرم او بې ګناه معلوم کړو او هغه کسان چې مجرمین پيژندل کیږي قانوني جزا ورکړل سي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې