Feb 10, 2014

امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات نیولي دي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت ملي امنیت ریاست مؤظفینو د ولسمشریزو او ولایتي
 شوراګانو د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه د بېلابېلو ترسره کړیو عملیاتو
 په ترڅ کې زیات شمېر مهمات او  وسلې نیولي دي .
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې دوه اتیا ملي متري
 توپونه،کلاشینکوف،مزائیل،تفانګچې او په مهماتو کې لاسي بمونه،د
 پیکا،دهشکې،هاوان  او راکټو زیات شمېر مرمیو سربیره، نږدې سل کیلو
 چاودیدونکې توکې،زهري مواد،چرس،موټر سایکلونه او یو شمېر نور توکې نیول
 شوي دي .
د معلوماتو له مخې: یاد مهمات او وسلې د مرکز میدان په ګډون د دغه ولایت
 له بېلابېلو ولسوالیو څخه ترلاسه شوي دي.
دغه عملیات د۱۳۹۳ کال دولسمشریزو او ولایتي شوراګانو دټاکنو دخوندیدتوب
 په موخه دولایت په اړونده سیمو کې ترسره شوي او دغه عملیات به دوام ولري.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ملي امنیت د مؤظفینو د
 یادو هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او نورو امنیتي مؤظفینو ته یې هم
 دنده سپارلې،ترڅو په دغه ولایت کې ټاکنو ته په امنیتي برخه کې د ښو زمینو
 په برابرولو کې ګړندۍ هڅي وکړي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې