Feb 14, 2014

څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

خپله تبصره لیکی
د نرخ ولسوالۍ په بادام کلي تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال
 طالب وژل شوی دی،همدا راز په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو په ډزو
 کې یو د ملي پولیسو یو سرتېری هم ټپي شوی دی .
په ورته وخت کې د کابل ـ بامیانو په لویه لاره د میدان ښار اړوند د
 تورخیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک ترغاړي د ځای پر ځای
 شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې،چې د ملکي وګړو په یو سراچه ډوله موټر
 رامنځته شوه،دوه میرمنې ټپیانې شوې،چې د درملنې په موخه د دغه ولایت
 مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي .
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د مرکز میدان ښار د ملا کاکا
 او  مامکۍ په سیمه کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې شپږ فیره د مزائیل
 مرمۍ او یو شمېر نور مهمات ترلاسه کړي دي .
په دغه ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته کوم زیان
 ندی اوښتی او همدا راز د یادو مهماتو په تور هم څوک ندی نیول شوی

خپله تبصره لیکی

تبصرې