Feb 16, 2014

طالبانو او اسلامي حزب يو بل ته مرګ ژوبله اړولې

خپله تبصره لیکی
افغان ځواک: په ميدان وردګو کې تيره شپه د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ وسله واله نښته شوې.
راپورونه وايي چې په دې نښته کې له دواړو لورو لس تنه وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند دفتر افغان ځواک ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ياده نښته د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې شوې.
ويل کيږي په وژل شويو کې څلور طالبان دي او درې نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په تنګي کې په هوايي بريد کې هم دوه طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي:«  تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره سیمه کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي. همدا راز امنیتي ځواکونو د مرکز میدان ښار په چهار قلعه سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې یوه اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي خو په تور یې څوک ندی نیول شوی.»
هيره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د اسلامي حزب او طالبانو تر منځ ورته نښتې شوي دي.
افغان ځواک ـ خبرخونه

خپله تبصره لیکی

تبصرې