Feb 16, 2014

والي: په وردګو کې به تر بل هر ولايت ټاکنې رڼې وي

خپله تبصره لیکی
ميدان ښار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): د ميدان وردګو والي وايي، هغه ٣٧ ټاکنيز سايټونه چې تر ستر امنيتي ګواښ لاندې وو، اوس امن شوي دي.
عبدالمجيد خوګياڼي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او زياته يې کړه، چې د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسراوي په موخه يې ګڼ پلانونه په لاره اچولي دي.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې يو شمېر چاڼيز عمليات يې هم ترسره کړي چې دا مهال د ټولو ټاکنيزو سايټونو امنيت خوندي دى.
د ميدان وردګو والي وويل، چې په ټول ولايت کې شاوخوا ١٦٠ ټاکنيز سايټونه موجود دي، جې له هغو څخه ٣٧ يې تر ستر امنيتي ګواښ لاندې وو خو اوس يې امنيتي ستونزه حل شوې ده.
خوګياڼي زياته کړه: ((اوس د دې هڅه کوو، چې دغو سايټونو ته کومه امنيتي ستونزه رامنځته نه شي.))
والي دا هم وويل، چې ياد سايټونه په جغتو، دايميرداد او چک ولسواليو کې موجود وو، خو اوس مهال هم په يادو دريو ولسواليو کې عمليات دوام لري.
نوموړى وايي، چې تر بل هر ولايته به په وردګو کې رڼې ټاکنې ترسره شي او زياتوي چې د سيمې له خلکو سره يې ليدنې او ناستې ترسره کړې دي.
هغه وويل، د ټولو ولسواليو اوسېدونکو ورسره ژمنه کړې چې د امنيت په ساتلو کې به ورسره مرسته کوي او ټاکنې به رڼې ترسره کړي.
هغه وويل: ((موږ له قومي مشرانو، وکيلانو، ځوانانو او علماوو سره بېلابېلې ناستې کړې او مشکل مو د خبرو له لارې حل کړى دى.))
خوګياڼى زياتوي، چې د پخوا په پرتله د دغه ولايت امنيت ښه شوى خو بيا هم د يو شمېر هغو اشخاصو چې له دغه ولايته لرې دي، ذهنيت يې پخوانى دى او داسې انګېري چې په ولايت کې نا امني ده.
د نوموړي په وينا، په اوس وخت کې دوى ټولو ولسواليو ته د ځمکې له لارې اکمالات کوي او ښه په اسانۍ سره دولتي چارواکي ورته تګ راتګ کوي.
هغه زياته کړه: ((هغه ولسوالۍ چې پخوا به هوايي اکمالات ورته کېدل، اوس د ښه امنيت له امله ټول اکمالات ځمکني کېږي.))
عبدالمجيد خوګياڼى وايي، چې اوس مهال پر وردګو دوه لويې د کابل-کندهار او کابل-باميانو لارې سپرې دي او په بشپړ ډول امنې شوې دي، هر ډول دولتي او غيرې دولتي اشخاص کولى شي تګ راتګ پرې وکړي.
نوموړى زياتوي، چې پخوانۍ ستونزې په يادو لارو په لوړه کچه وې چې اوس له منځه تللې دي.
د ميدان وردګو والي وايي، چې په نږدې وختونو کې به په دغه ولايت کې د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي او د دوى هڅې دا دي چې سږ کال د پوهنتون ودانۍ جوړه او په راتلونکي کال کې به محصلين جذب او پر فعاليت پيل وکړي.
والي وايي: ((په ميدان وردګو کې موږ په دې وروستيو کې د بيارغونې ګڼې پروژې په لاره اچولې چې ستره يې د صنعتي پارک ده.))
نوموړى يو ځل بيا ډاډ ورکوي، چې په ميدان وردګو ولايت کې به له بل هر ولايت څخه رڼې ټاکنې ترسره شي.
والي وايي: ((تېر کال موږ شاوخو دوه نيم ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې پلې کړې او دغه کال چې لا يې پيل دى د دوه ميليار افغانيو په ارزښت پروژې روانې دي.))
ده زياته کړه، چې په ميدان ولايت کې د هزاره ګانو او کوچيانو تر منځ ګڼې ستونزې موجودې وې چې اوس د قومي مشرانو او د دوى په هلو ځلو يادې ستونزې له منځه تللې دي.
خوګياڼي وويل، چې ولسونو ته يې د راپور ورکولو په موخه يو کتاب چاپ کړى او هر څوک کولى شي چې د ولايت له فعاليتونو خبر شي.
ياده دې وي، د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې