Feb 20, 2014

وردګ مشران: بايد د رايي ورکړې محلونه ډير شي

خپله تبصره لیکی
افغان ځواک: د میدان وردګو یو شمېر اوسيدونکو او مشرانو په ياد ولايت کې د رايي ورکړې د مرکزونو د ډيروالي غوښتنه کړې.
د ميدان وردګو د والي د وياند له دفتر څخه افغان ځواک ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياده غوښتنه نن دې مشرانو له والي مجيدخان خوګياڼي سره د ليدنې په ترڅ کې وکړه.
خبرپاڼه وړاندې زياتوي:« د میدان وردګو ولایت د بهسودو،جلریز او سیداباد ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکو د دوی په سیمو کې د محلونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه،خو د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مسؤلین وایي دغه غوښتنې ته یې مثبت ځواب نشي ویلای.»
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: په دغه ولایت کې د ټولټاکنو یو سلو شپیته سایټونه شتون لري،چې اوس مهال د دغه ولایت د درې ولسوالیو اوسیدونکو د دوی په سیمو کې د مرکزونو د زیاتوالې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مشر ښاغلي نورالله وویل: دوی یاده غوښتنه په رسمي ډول د مرکزي ادارې سره شریکه کړې،خو مرکزي دفتر یې دغه غوښتنه پر ځای خو ناوخته بللې ده.
ده زیاته کړه،مرکزي ادارې د ټولو ولایتونو د رایې اچونې مرکزونو وروستی لړلیک له وړاندې برابر کړی او د دغه مرکزونو لپاره یې د رایې ورکونې ټول وسایل هم برابر کړي او نشي کولای،چې له دې وروسته نه د کوم ولایت لپاره د رایې ورکونې مرکزونو کې زیاتوالی راولي.
په ورته وخت کې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي یو ځل بیا امنیتي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د امنیت په لا ټینګښت کې خپلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې لپاره یو سلو شپیته مرکزونه په نظر کې نیول شوي،چې په درې سوه نهه اتیا محلونو کې،چې دوه سوه یوشپیته یې د نارینه او یو سلو اته شپیته یې د ښځینو لپاره دي،رایه اچونه ترسره شي.
افغان ځواک ـ خبرخونه

خپله تبصره لیکی

تبصرې