Feb 21, 2014

د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکو له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ

خپله تبصره لیکی
کابل ( پژواک٢ کب ٩٢): د ميدان وردګو ولايت يو شمېر قومي مشرانو ، سپين ږيرو او په ملي شورا کې د دې ولايت استازو د ولسمشرۍ له کانديد زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په ١٣مه پيل شوي او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به دکب په ١٣مه  پيل شي.
دغه سيالۍ به د وري مياشتې تر ١٣مې دوام وکړي.
د ميدان وردګو ولايت ګڼ شمېر قومي مشرانو،سپين ږيرو، اوسېدونکو او په ملي شورا کې د دې ولايت استازو نن په کابل کې د ولسمشرۍ له کانديد زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ميدان وردګو ولايت د يادو کسانو په استازي حسيب الله کليمزي وويل ، چې د ميدان ورګو ولايت قومي مشران ، سپين ږيري او د ملي شورا غړي  ځکه له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي ، چې زلمى رسول په کورني او بهرني سياست پوهيږي او کولاى شي ، چې هيواد ته سوله راولي او امنيت يې ټينګ کړي .
هغه زياته کړه : ((موږ ځکه له زلمي رسول څخه ملاتړ کوو ، چې لاسونه يي نه په اداري فساد او نه هم د چا په وينو ککړ دي.))
کليمزي له زلمي رسول څخه غوښته وکړه ، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې تر بريا وروسته هېواد ته سوله راولي ، امنيت يې ټينګ کړي او له اداري فساد او وزګارتيا سره جدي مبارزه وکړي .
د هغه په وينا، په تېرو دوولسو کلونو کې د ميدان وردګو ولايت د بيارغاونى او امنيت په برخو کې د پام وړ کارونه، نه دي ترسره شوي، نو ځکه ولس يې يو څه له حکومت څخه ناخوښ دى .
ده له زلمي رسول څخه وغوښتل ، چې تر بريا وروسته د ميدان وردګو ولايت امنيت او بيا رغاونى ته جدي پاملرنه وکړي.
په ياده غونډه کې د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول د ميدان وردګو ولايت له  قومي مشرانو ، سپين ږيرو ، په ملي شورا کې د دې ولايت له استازو او اوسېدونکو څخه مننه وکړه ، چې له ده څخه يې ملاتړ  وکړ .
زلمي رسول وويل ،چې ميدان وردګو ولايت د جغرافيايي موقعيت ، کرنېزو حاصلاتو او اقتصادي زيرمو د لرلو له امله د افغانستان په اقتصادي ، سياسي  او فرهنګي برخو کې د پام وړ ارزښت لري .
هغه وويل ، چې داعتدال ، برابرۍ او جوړنې ټيم ژمنه کوي ، چې تر بريا وروسته به د ميدان وردګو ولايت ټولو برخو ته د پام وړ کارونه ترسره کړي .
 د زلمي رسول په وينا ، په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به د دې ولايت  د چک د برېښنا بند د جوړلو ترڅنګ په دې ولايت کې يو شمېر نورې صنعتي فابريکې هم جوړې کړي .
هغه ژمنه وکړه ، چې که ولسمشر شو، نو د ميدان وردګو ولايت زراعتي محصولاتو ته به بازار پيدا کړي او د دې ولايت په کانونو به پانګونه وکړي.
هغه زياته کړه : ((زموږ ټيم د ميدان وردګو ولايت دخلکو په ملاتړ بريا ته رسېدلى شي او زه ژمنه کوم ، چې له ميدان  وردګوولايت سره مې چې کومې ژمنې کړي ټول به ترسره کوم .))
تېره ورځ د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو او ديموکراتو سازمانونو او ګوندونو ايتلاف، چې له اتو ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو جوړ دى د اعتدال ، برابرۍ او جوړنې له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

خپله تبصره لیکی

تبصرې