May 17, 2014

میدان وردګ: د نهو وسله والو د مرګ ژوبلي او درو تنو د نیولو ادعاکیږي

خپله تبصره لیکی
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې،د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د عملیاتو او په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو ترمنځ د نښتې به ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون اته تنه وژل شوي او یوه میرمن ټپي شوی ده. امنیتي ځواکونو وړمه شپه د سیداباد ولسوالۍ په دواب تنګي سیمه کې عملیات ترسره کړي وو،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو. همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه ماین جوړونکي هم د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندي ونیول شول او یو زیات شمېر مهمات او چاودیدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي . په همدې حال کې په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې به ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ په ګډون درې تنه وزل شوي دي. همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې یوه میرمن هم ټپي شوی،چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی . دا په داسې حال کې ده،چې د تېرې جمعې په ورځ د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي چاویدونکو توکو د چاودنې په ترڅ کې د حزب اسلامي درې غړي ووژل شول او همدا راز په دغه پېښه کې اوه ملکیان هم په شهادت رسیدلي وو.

خپله تبصره لیکی

تبصرې