May 7, 2014

میدان وردګ: طالبانو ته دلوړي شمېرې مرګ ژوبلي ادعاکیږي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او سیداباد ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور پاکستاني او د یو عرب په ګډون څوارلس وسله وال طالبان،چې درې لوړ پوړي قوماندان هم دي وژل شوي،اوه ټپیان دي او دوه نور ژوندي نیول شوي  دي .
د چک ولسوالۍ په غني خیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېر ماښام عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د محمد په نوم،چې د وسله والو طالبانو لوړ پوړی قوماندان وو،له یو بل سرګروپ او د پنځه نورو ملګرو ترڅنګ یو عرب او څلور پاکستاني وسله وال طالبان سره یو ځای وژل شوي دي  .
همدا راز په یادو ترسره شویو عملیاتو کې اوه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
په ورته وخت کې په مرکز میدان ښار،چک او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د دل اغا په نوم د یو طالب قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ژوندي ونیول شول .
په ترسره شویو عملیاتو کې،چې له وسله والو مخالفینو څخه یو زیات شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي،ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې کوم زیان ندی اوښتی .


خپله تبصره لیکی

تبصرې