د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې ، تېره شپه د میدان وردګو ولایت په  سیداباد،دایمیرداد او نرخ ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ  کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي،د یوه  سرتېري په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي او څلور وسله وال طالبان ژوندي  نیول شوي دي.
د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د  وسله والو طالبانو یو قوماندان حیکم،چې مشهور په فدایې وو،له یو بل ملګري  سره یو ځای ووژل شو.
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو څلور کسان ژوندي  نیول شوي او د دوی ۱۲ عرادې موټر سایکلونه هم تر نیولو وروسته له منځه  وړي دي.
په ورته وخت کې د دایمیرداد ولسوالۍ په فخ اینګک سیمه کې وسله والو  طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې درې ملکي وګړې ټپیان  شوي دي .
بلخوا د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې  له امله د ملي اردو یو سرتېری ټپی شوی دی .
د یادونې وړده،امنیتي ځواکونو د یادو عملیاتو او پېښو په ترڅ کې یوه  اندازه وسله او مهمات هم له وسله والو طالبانو نیولي او نهه کړۍ د وسایطو  ضد ماینونه یې تر کشف وروسته خنثی کړي دي .
 
 
 
 
 
 
 
 
خپله تبصره لیکی
تبصرې