May 23, 2014

وردګو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خپله تبصره لیکی

میدانښار (وخت- د غبرګولی لمړۍ۹۳): میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو وسله وال طالب قوماندان په ګډون ۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور نور ژوندي نیول شوی  .
د میدان وردګو والی ویاند عطاء الله خوږياڼي وخت خبری آژانس ته وویل چې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې ، تېره شپه د میدان وردګو ولایت په سیداباد،دایمیرداد او نرخ ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي،د یوه سرتېري په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي او څلور وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.

دی وايي د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان حیکم،چې مشهور په فدایې وو،له یو بل ملګري سره یو ځای ووژل شو.

همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو څلور کسان ژوندي نیول شوي او د دوی ۱۲ عرادې موټر سایکلونه هم تر نیولو وروسته له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه، په ورته وخت کې د دایمیرداد ولسوالۍ په فخ اینګک سیمه کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې درې ملکي وګړې ټپیان شوي دي .

د ده په وینا بلخوا د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو یو سرتېری ټپی شوی دی .

د یادونې وړده،امنیتي ځواکونو د یادو عملیاتو او پېښو په ترڅ کې یوه اندازه وسله او مهمات هم له وسله والو طالبانو نیولي او نهه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه یې تر کشف وروسته خنثی کړي دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلی.


خبریال: بشیر احمد
تصحیح: عاطف

خپله تبصره لیکی

تبصرې