May 23, 2014

وردګ ولايتي شورا ته د برياليو کسانو لومړى ليسټ

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وروسته له دې،چې د ټولټاکنو
خپلواک کمیسون له لورې نن سې شنبه د هېواد د ولایتي شورا ټاکنو د پایلو لومړنۍ پایلې اعلان شوې،د میدان وردګو ولایت بریالیو نوماندانو ته مبارکۍ ورکړه .
هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسون ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،دغه کمیسون په
رښتني ډول خپل مسؤلیت ادا کړ او د هیڅ یوه نوماند په ګټه یې کار ونکړ.
نوموړی همدا راز په ټاکنو کې د ګډون له امله د ولسونو د میړانۍ د ستاینې ترڅنګ د ملي امنیتي قواو رښتینۍ هلې ځلې وستایلې .
د میدان وردګو والي وایي که څه هم دغه پایلې وروستۍ ندي خو بیا هم د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لورې اعلان شویو بریالیو کسانو ته د دغه ولایت د ولسونو او ادارو په استازیتوب مبارکي ورکوم.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لوري د بریالیو نوماندنو په خپاره شوي لیست کې په پرلپسې ډول انجنیر حسیب الله کلیمزی،محمد سردار بختیاري، حاجی احمد
جعفري،سید روح الله علوي، خواني سلطاني، حسن رسولی، حلیمه عسکری ، شریف
الله هوتک، عصمت الله عاصم، حسین علی بلیغ، حاجی عبدالوحید اکبرزوی،
الحاج اختر محمد طاهری، میرویس امیری، هاجر میرزایی او نفیسه سیلۍ وردګ
شامل دي .
د یادونې وړده،له میدان وردګو ولایت ولایتي شورا ۱۵ چوکۍ لرۍ،چې د ۷
میرمنو په ګدون ۴۷ تنو ورته ځانونه نوماند کړي وو.

د ولایتي شوراګانو ټاکنو ابتدایي پایلې د مخکښو کاندیدان د ترتیب پراساس د پايلو څرنګوالى:نا تصدیق شوې پايلې د پایلو د جریان پرمختک:%۱۰۰ ۲۹ ثور ۱۳۹۳
د رأی پاڼې شمیرهد کاندید نوم
‌رأی
%
۴۱انجنیر حسیب الله کلیمزی۷۸۵۳۸.۳۱
۴۵محمد سردار بختیاری۴۹۷۳۵.۲۷
۱۵حاجی احمد جعفری۴۵۸۹۴.۸۶
۱۴سید روح الله علوی۴۵۳۹۴.۸۱
۳۳خوانی سلطانی۴۴۶۳۴.۷۳
۲۰حسن رسولی۴۲۹۰۴.۵۴
۱۸حلیمه عسکری۴۱۳۷۴.۳۸
۱۹شریف الله هوتک۴۰۶۲۴.۳۰
۲۵عصمت الله عاصم۳۷۹۱۴.۰۱
۹حسین علی بلیغ۳۵۸۴۳.۷۹
۳۸حاجی عبدالوحید اکبرزوی۳۲۷۳۳.۴۷
۲۷الحاج اختر محمد طاهری۳۱۲۸۳.۳۱
۱میرویس امیری۲۹۳۹۳.۱۱
۳۹هاجر میرزایی۱۹۲۸۲.۰۴
۲۸نفیسه سیلی وردګ۱۷۵۹۱.۸۶

خپله تبصره لیکی

تبصرې