May 25, 2014

قومي مشرانو د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیلوي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت قومي مشرانو پرېکړه وکړه،چې سل،سل قومي مشران به د  کمپاین په شکل د دغه ولایت مرکز او ټولو ولسوالیو ته ځي او ولسونه به  هڅوي،ترڅو په پراخه توګه په ټاکنو کې ونډه واخلي .

 دغه قومي مشرانو،چې نن (یکشنبه) یې د دغه ولایت په مقام کې د والي،امنیه  قوماندان او نورو امنیتي مؤظفینو سره غونډه درلوده،غوښتنه وکړه،چې د عامه  پوهاوي کمپاین کوونکو قومي مشرانو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي .

یادو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال وویل: دا ځل به د میدان وردګو ولسونه په  پراخه ډول په ټاکنو کې ونډه اخلي او غوښتنه کوو،چې په دغه ولایت کې دې یو  سایډ هم نه تړل کیږي،بلکې د پرانستلو لارې چارې دې ورته ولټول شي. په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو امنیه قوماندان عبدالخلیل انداربي د  میدان وردګو والي او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې دوی سرتېرې به د ټاکنو  کمیسون د قانون سره سم د رایې ورکونې بهیر د امنیت ساتنې دنده پر غاړه  ولري او نور به هیڅ ډول لاس وهنې د رایې ورکونې بهیر کې ترسره نکړي . د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت له قومي مشرانو  او امنیه قوماندان له ژمنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،که ولسونه د  ټاکنو کمیسون او امنیتي ارګانونو سره همکاره شي نو رڼې او شفافې ټاکنې به  ترسره شي .


ده زیاته کړه،د دغه ولسونو په همکارۍ کولای شو،په دغه ولایت کې ټول  سایډونه د رایې ورکوونکو پر وړاندې پرانیزو. د میدان وردګو والي همدا راز وویل: د دغه ولسونو او په ځانګړې ډول د قومي  مشرانو او مخورو په همکارۍ سره به وکولای شو،چې په ډېرو کمو امکاناتو او  هلو ځلو سره په دغه ولایت کې په بشپړ ډول رایې ورکونې بهیر ته زمینه  برابره شي .

ده ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د قومي مشرانو سل کسیزه ډله،چې هرې ولسوالۍ ته  د عامه پوهاوي په موخه ځي،دوی به یې په بشپړ ډول امنیت خوندي وساتي . هغه د امنیه قوماندان او نورو امنیتي منسوبینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او  د امنیتي ځواکونو دنده یې وبلله،چې د رایې ورکوونکو امنیت خوندي وساتي او  له نور هر ډول کړنو څخه په جدي ډول ډډه وکړي .

د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لورې  په ۱۶۰ سایډونه په پلان کې نیول شوي،چې د رایې ورکونې بهیر به په کې  ترسره شي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې