May 26, 2014

د وردګو پانګه وال دي د ايسا ادارې سره...

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو پانګوال دې ژر تر ژره د ایسا ادارې سره ځانونه ثبت کړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( یکشنبه) د دغه ولایت له
پانګوالو سره د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې وویل: په میدان وردګو ولایت کې صنعتي پارک بنسټ ډبره کېښودل شوې،خو د دغه ولایت پانګوالو تر دا مهاله په یاد پارک کې د پانګې اچونې په موخه د ایسا ادارې سره ځانونه ندي ثبت کړي .
نوموړی زیاته کړه،د ده د معلوماتو له مخې تر دا مهاله د دغه ولایت له ثبت شویو ۶۰ پانګولو څخه یواځې ۱۰ تنو د ایسا ادارې سره ځانونه ثبت کړي او پاتې نور سره له دې،چې له ولایت مقام سره یې په ایسا ادارې کې د ځانونو د ثبت کولو ژمنه کړې وه،خو بیا یې هم دغه کار ندی ترسره کړی.
هغه پانګولو سره په خبرو کې وویل: که د دغه ولایت ملي پانګوال ژر ژره ځانونه له ایسا ادارې سره ثبت کړي،نو ایسا اداره به هم دوی ته په صنعتي پارک کې د ځمکې دویش لړۍ پیل کړي،چې په ترڅ کې به پانګوال په دغه پارک کې پانګه اچونه ترسره کړي .
د میدان وردګو ولایت ملي پانګوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې په بیړني ډول به دا ځل هغه کسان،چې ځانونه یې له ایسا ادارې سره ندي ثبت کړې،ثبت به یې کړي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې